العربیه ټلوېزیوني شبکه: امریکا واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړي

اطلاعات روز: سرچینو د العربیه انګلیسي ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات په دې هېواد کې د افغانستان ډېپلوماټانو ته ویلي دي چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت او لاس‌انجلس او نیویارک ښارونو کې قنسولګرۍ به یې وتړي.

د دې راپور پر بنسټ، یوې سرچینې دغه راز ویلي، د هغه یاددښت پر بنسټ چې د روانې اونۍ پیل کې د افغانستان ډېپلوماټانو لپاره لېږل شوی، د هغوی ډېپلوماټیک خوندیتوب به هم د امریکا له خوا سلب شي.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي العربیه ته ویلي چې «د افغانستان ماموریت وضعیت یا پرسونل کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

العربیه لیکلي چې د واشنګټن دا ګام له افغانستانه د دې هېواد له ګډوډ وتلو او د طالبانو په لاس د کابل له سقوط شپږ میاشتو کمه موده کې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن کې د افغانستان ډېپلوماټان تازه ویلي چې امریکا د افغانستان سفارت رسمي بانکي حسابونه تړلي دي.

د افغانستان دوه لوړپوړي ډیپلوماټان چې نه یې دې غوښتي نومونه یې واخیستل شي، د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته تایید کړې چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت او متحده ایالتونو کې د افغانستان دوو قونسلګریو بانکي حسابونه تړلي دي. د دوی په وینا چې د دې تړل‌کېدو له یوې میاشتې زیاته موده کېږي.

دغو ډیپلوماټانو دغه راز ویلي چې د دې موضوع په اړه امریکایي چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

له دې ډیپلوماټانو یوه یې له دې بیان سره چې امریکایي چارواکو ډیپلوماټانو ته سپارښتنه کړې چې د دې موضوع په اړه په ښکاره خبرې و نه کړي، ویلي: «موږ د امریکا بهرنیو چارو وزارت سره خبرې کړي، خو تراوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی.»

د امریکا غږ راپور له مخې، واشنګټن کې د افغانستان استازولي له کابله چې د طالبانو کنټرول کې ده، بودجه نه ترلاسه کوي او تراوسه یې د قنسولي چوپړونو لګښتونو کمولو له لارې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

د امریکا غږ په وینا، اوسمهال د امریکا قنسولګریانې یوازې د پاسپورټونو تمدید غوښتنو ته دوام ورکوي او لګښت یې شخصي بانکي حسابونو ته غورځوي او بیا په پای کې د سفارت عواید حسابوي.

د افغانستان ډیپلوماټانو ویلي چې د افغانستان سفارت رسمي بانکي حسابونو تړلو د سفارت په مالي راکړو ورکړو له هغې ډلې په حقوقو، اجاره او د مراقبتي بیمو په ورکړو نامطلوبه اغېز کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده؛ خو ویلي یې دي: «د افغانستان ماموریت غړو د اعتبارورکولو وضعیت کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه