اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د ناروې پلازمېنې اسلو کې د افغانستان وضعیت ته درې ورځنۍ ځانګړې شوې ناسته کې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ګډ پلاوي ګډون له لاسته راوړنو ډک و.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دې سفر په اړه یوې خپرهشوې اعلامیه کې وایي، چې دغه ناستې د دې لامل شوې چې د دوی حکومت خپل موقف، پالیسیانې، لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونه او د نړېوالو اندېښنې مخامخ ځواب او تر ډېره د دوی په وینا سوء تفاهمات حل کړي.
اعلامیه کې راغلي چې د ناستې لومړۍ ورځ له افغان شخصیتونو او د مدني ټولنو له یوشمېر استازو سره مجلس ته ځانګړې شوې وه چې پایله کې یې ګډه اعلامیه خپره شوه او دواړو لورو په افغانستان کې د طالبانو حکومت خلاف هر ډول نظامي هڅه رد او د خبرو له لارې د هرې ستونزې پر حل ټینګار وکړ.
د یادې اعلامیې له مخې د ناستې دویمه او درېمه ورځ بشري او اقتصادي مرستو، امنیتي ستونزو او په افغانستان کې بشري حقونو، ښځو تعلیم او کار ته ځانګړې شوې وې چې د ناروې، امریکا، انګلستان، جرمني، قطر، ایټالیا، فرانسې او اوروپايي اتحاديې له ځانګړو استازو او یو شمېر خیریه موسساتو له مشرانو سره پرې عمومي او د تخنیکي کمېټو ترمنځ تفصیلي بحثونه وشول.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، همدا راز د امریکا د خزانې وزارت لوړپوړو مسؤلینو سره د کنګل شویو پیسو، اقتصادي بندیزونو، بشري مرستو، اقتصادي فعالیتونو چټکتیا په موخه بانکي معاملاتو باندې د محدودیتونو پر لغوې او د پیسو پر ازاد لېږد را لېږد جدي او موثر بحثونه وشول.
د وزارت په وینا، ښاغلي امیر خان متقي او مل پلاوي له خپل اړخه د بېلابېلو هېوادونو او ادارو استازو ته د یادو شویو موضوعاتو اړوند خپل معلومات، دلایل، تېرو پنځو میاشتو لاسته راوړنو، نویو پالیسیو، قوانینو او د راتلونکو پلانونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.
دغه وزارت زیاتوي چې د اروپایي ټولنې غړو، انګلستان، امریکایي پلاوي او د خېریه موسساتو استازو د امنیت، فساد سره مبارزې، تعلیم او یوشمېر نورو برخو کې د افغان حکومت شوي پرمختګونه وستایل او د نورو پرمختګونو هیله یې وښوده.
د دې وزارت اعلامیه کاږي چې دغې ناسته کې د بشر، ښځو حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند ځینې اندېښنې شریکې شوې خو دغه وزارت وایي چې د طالب مسوولینو او مل پلاوي په خپله برخه کې «قناعتکوونکي» وضاحتونه ورکړل او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت د عفوې فرمان تطبیق، عدالت تامین او ټولو نړېوالو قوانیونو ته د اسلام او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د مکملې ژمنتیا او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دوی په وینا، د یادونې وړ ده چې د جلساتو وروستیو برخو کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ځانګړې ناستې وشوې او افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو په چټکتیا، زیاتېدو او سیاسي اړېکو پر جوړولو خبرې اترې وشوې.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د ناروې اسلو ښار کې ټولو لورو د داسې غونډو پر دوام او افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو اړوند د یوه میکانیزم پر ایجاد او ستونزو د حل په موخه پر ګډې نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.
