اطلاعات روز: د طالبانو کورنیو چارو وزیر ملا سراجالدین حقاني سره کتنه کې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي چې نړیواله ټولنه قانع شوې څو افغانانو سره د بېوزلۍ لهمنځه وړلو کې مرسته وشي.
باختر دولتي خبري اژانس ویلي د طالبانو کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړې استازې میرمن دیبورا لاینز، د سرمنشي ځانکړي استازي معین رامیز الاکبروف او د (اوچا) د دفتر مشرې میرمن ایسابیل موسارد کارلسن سره کتلي دي.
په دې کتنه کې اغلې لاینز ویلي چې: «نړېواله ټولنه په دې قانع شوې چې له افغانانو سره د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وشي.»
په دې کتنه کې بیا د طالبانو کورنیو چارو وزیر یاد پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دغه وزارت به په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او کارکوونکو امنیت ټينګ کړي.
اخوا بیا یوناما هم د دې کتنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز کابل کې له سراج الدين حقاني سره په ليدنه کې د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د هغو لادرکه شويو ښځينه فعالانو مسله وڅيړي او ازادي يې خوندي کړي چې د رپوټونو پر اساس تيره اونۍ له خپلو کورونو تښتول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ارګ کې د افغانستان اقتصادي کنفرانس کې د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخند او ځینو نورو طالب مشرانو پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره مرسته وکړي او دغه راز یې له امریکا وغوښتل چې د دې هېواد کنګل کړې سرمایه ازاده کړي.
