بامیانو کې مېرمنو د طالبانو له بنده د تمنا، پروانې او عالیې خوشې‌کېدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: بامیانو ولایت کې یوې ډلې ښځو د یوې اعتراضیه راټولېدنې پر لاره‌اچولو سره، د طالبانو له زندانه کابل کې د معترضو ښځو تمنا رزیاب پریاني او پروانه ابراهیم‌خېل او د هرات ښځو زندان مخکینۍ مدیرې عالیې عزیزي د خوشې‌کېدو غوښتنه وکړه.

دغو ښځو چې تېره ورځ (شنبه، د سلواغې په ۲مه) بامیانو ښار کې راټولې شوې وې، طالبانو ته په خطاب کې وویلې چې «اعتراض جرم نه دی، تمنا او پروانه [باید] ازادې شي.» له دې اعتراض‌کوونکو یوې یې چې و نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، اطلاعات روز ته وویل: «د طالبانو حاکمیت سره، ښځې په بد حالت کې دي او په کور ناستې دي.»

د هغې په وینا، افغانستان کې ښځو په تېرو ۲۰ کلونو کې ښوونې، زده‌کړو، سیاست، اقتصاد او ټولنیزو برخو کې پام وړ لاسته راوړنې درلودې او اوسمهال د طالبانو حاکمیت سره، نه غواړي دا لاسته‌راوړنې له منځه لاړې شي.

هغې وویل: «طالبان نه شي کولید معترضو ښځو په زنداني کولو، د هغوی د عدالت‌غوښتنې غږ خپ کړي، بلکې ښځو به نورې هم پیاوړې شي.»

له بلې خوا یوې بلې اعتراض کوونکې ناروې کې د طالبانو او د بهرنیو هېوادونو پلاوو ترمنځ ناستې په اړه وویل چې لویدیځ هېوادونه نه باید د طالبانو «ترهګره ډله» په رسمیت وپېژني. د هغې په وینا، طالبان هېڅ انساني ارزښت ته پایبند نه دي او د ښځو حقوقو ته درناوی نه کوي.

هغوی دغه راز له بشري حقونو سازمان څخه وغوښتل څو د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې بندي کړیو معترضو ښځو ته کوم زیان و نه رسوي او هغوی ازادې کړي.

طالب ځواکونو د تېرې اونۍ چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۹مه) د تمنا رزیاب او پروانې ابراهیم‌خېل پر کورونو یرغل وکړ او هغوی یې ونیولې. دغه راز د هرات ښځو زندان مخکینۍ مدیره د طالبانو په لاس د افغانستان حکومت له نسکورېدو ۹ ورځې وروسته، له خپل کاري دفتره بېرته تللو پر مهال ورکه شوه.

د هغې کورنۍ مخکې ویلي و چې هغه طالبانو نیولی ده.

د دې وګړو نیونې کوردننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه