د رزمي لوبو لوبغاړي: مالي ملاتړ مو نه کیږي، ځکه خپلې وړتیاوې نه‌شو ښوولی

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د رزمي لوبو سیالۍ ترسره شوې، چې د ګڼو افغان لوبغاړو ترڅنګ له ګاونډي پاکستان څخه هم ځینې مخکښو لوبغاړو ګډون درلود.

دغه سیالۍ چې له دواړو هیوادونو په کې ۲۸ لوبغاړو برخه اخیستې وه، مسوولین یې وايي موخه یې په ورزشي برخه کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ د اړیکو پراخوالی دی.

په خوست ولایت کې د زرمي لوبو مسوول نعمت الله وايي، موخه یې له دا ډول سیالیو په ورزشي برخه کې د ښو اړیکو جوړول دي.

هغه وویل: «مونږ په دې سیالیو کې پاکستاني لوبغاړو ته هم بلنه ورکړې وه، چې ۱۴ افغان او ۱۴ پاکستاني لوبغاړي په کې شامل و، هدف مو په ورزشي برخه کې د دواړو هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ ښیې اړیکې جوړول دي، نو سیالۍ په ښه ډول ترسره شوې او افغان لوبغاړو په پکې بریا خپله کړه.»

د دغو سیالیو لپاره له پاکستان څخه راغلي د زرمي لوبو لوبغاړي خوښ دي، چې په لومړي ځل په خوست ولایت کې دوی ته د لوبو لپاره بلنه ورکول کیږي، دوی وايي، هڅه کوي، چې افغان لوبغاړي د ورته سیالیو لپاره پاکستان ته دعوت کړي.

په دې اړه یو تن پاکستاني لوبغاړي بسم الله وویل: «مونږ دلته د افغانستان په خوست ولایت کې ډېرې ښيې سیالۍ ترسره کړې، د افغان لوبغاړو وړتیاوې واقعین د ستایلو وړ دي، او مونږ په ځانګړې توګه د دوی له مېلمه پالنې هم مننه کوو او بله مسله دا ده، چې مونږ هڅه کوو، افغان لوبغاړو ته دعوت ورکړو، چې په پاکستان کې راسره سیالۍ وکړي.»

په همدې حال کې بیا افغان لوبغاړي وايي، دا وړتیا لري، چې په نړیواله کچه سیالۍ وکړي، خو اقتصادي ستونزې هغه څه دي، چې د دوی وړتیاوې یې پټې ساتلې دي.

 دوی د طالبانو له حکومت او ملي سوداګرو په دې برخه کې د لاسنیوي غوښتنه کوي.

د زرمي لوبو لوبغاړی شیرشاه وايي، په تېر نظام کې څومره چې لازمه وه، د ځانګړو معیاري لوبغالو او مالي ملاتړ برخه کې اړونده بنسټونو د پام وړ توجه و نه کړه.

نوموړي وویل: «اوس مهال د رزمي لوبو ټول لوبغاړي په ډېرو کمو امکاناتو لوبې کوي، په تېر نظام کې راسره ګڼې وعدې وشوې، چې معیاري لوبغالي به درته جوړیږي او مالي ملاتړ به مو کوي، خو داسې و نه شول او اوس له طالبانو دا تمه لرو، چې ستونزو ته مو رسېدنه وکړي.»

دغه سیالۍ چې د افغان لوبغاړو په بریا پای ته ورسېدې، مسوولینو یې وویل، هڅه کوي، چې د رزمي لوبې پراختیا لپاره په کور دننه او بهر لوبغاړو ته د سیالیو زمینه برابره کړي، خو په دې برخه کې د امکاناتو کموالی لوی خنډ بلل کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه