اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ترافیک پولیس وایي، اووه میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي.
جلال اباد چې د هیواد یو له ګڼې-ګوڼې ډک ښار بلل کیږي، لسګونه ترافیک پولیس یې د تنظیم په برخه کې کار کوي، خو دوی شکایت کوي چې له تیرو اوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او هم د تیرو لسو میاشتو د بدل اعاشی پېسې نه دي ورکړل شوي.
د نقیب الله په نامه یو تن ټرافیک اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په تېر نظام کې يې د دوو او اوسني هغه کې د پنځو میاشتو معاش پاتې دی، چې له امله یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړی همداراز زیاتوي چې د ژمي په موسم کې یې ستونزې نورې هم زیاتې شوي او له اړونده ادارو د خپل پاتې معاش د ترلاسه کیدو غوښتنه کوي.
نقیب الله زیاته کړه: «د تیر جمهوري نظام پرمهال زمونږ د ترافیکو د دوو میاشتو معاش نه دی راکړل شوی او له کله راهیسې چې د طالبانو اوسنی نظام رامنځته شوی هم معاش نه دی راکړل شوی چې ټولې اووه میاشتې کیږي، دوه په تیر نظام او پنځو میاشتو یې په اوسني نظام پاتې دي او هم د تیرو لسو میاشتو د ډوډۍ پېسې نه دي راکړل شوي، ترافیک له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوو چې زمونږ د پاتې میاشتو معاشونه راکړي، ترڅو پرې د خپلې کورنۍ چاره روانه کړو.»
یو بل ترافیک پولیس محمد نعیم اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تر هغې وروسته چې معاش بند شوی ډېر ملګري يې د پیسو د نشتوالي له کبله مجبوریږي، چې خپلو دندو ته له لرو سیمو پیاده مزل وکړي ځکه د لارې کرایه نه لري.
هغه وایي، د ژمي په راسیدو یې ستونزې نورې هم زیاتې شوي او د طالبانو له لوړپوړو مسوولینو غواړي، چې هر څومره چې ژر امکان لري، معاش او امتیازات دې حواله شي.
محمد نعیم زیاتوي: «زمونږ زیاتره ترافیک ملګري د لارې د کرایې د نشتون له امله مجبوریږي چې دندې ته پیاده راشي، ځکه دوی کرایه نه لري او د زیاترو یې کورونه له ښاره وړاندې لرې پرتو سیمو کې دي، ځینې دندو پریښودو ته اړ شوي هم دي او پاتې یې له زیاتو اقتصادي ستونزو کړیږي، غوښتنه کوو چې د ترافیکو امتیازات دې ورکړل شي تر څو دوی خپله دنده لا نوره هم په سم ډول سرته ورسوي.»
بل لور ته د ننګرهار ټرافیکو مدیر جواد شېزاد هم شته ستونزې نه ردوي او وایي، یادې ستونزې یې له نورو اړونده ادارو سره شریکې کړي دي.
د ننګرهار د ترافیکو مدیر اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د دې ولایت د ټرافیک پولیسو معاش ورکړل شي.
د ننګرهار ټرافیکو مدیر جواد شېزاد زیاتوي: «د ننګرهار د ترافیکو مدیریت د ترافیکو ستونزې او د معاشونو ستونزه له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې او ډاډ ورکوو چې د ترافیکو پاتې معاشونه به په نیږدې وخت کې ورته حواله شي او شته ستونزې به یې ټولې حل شي.»
د یاودنې وړ ده، چې د ټرافیکو سربیره په هېواد کې ګڼې نورې ادارې هم شته، چې تر اوسه یې معاش ندی اجرا شوی، چې له کبله یې له زیاتو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي.
