د ختیځ زون اوسېدونکي: سوېل ختیځ زون کې د داعش په نوم ځورول کیږو

د هیواد د نورو زونونو سربېره په ختیځ زون کې د داعش ډلې فعالیتونه ډېر دي او تر دې دمه یې د ګڼو بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی. د د غې وسله والې ډلې د ځپلو لپاره طالبانو په ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات هم ترسره کړي، خو لاهم یاده ډله په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.

اوس د ختیځ زون د ځینو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي، چې د کاروبار لپاره سویل ختیځ زون پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته د تګ پر مهال د داعش په تور ځورول کیږي او ځینې وخت یادو ولایتونو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کیږي، خو د پکتیا طالب امنیتي مسوولین بیا دا ادعا په کلکه ردوي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی چې ځان په مستعار نوم جمیل معرفي کوي، اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل، د کاروبار لپاره خوست ولایت ته روان و، چې په لاره کې د طالبانو د پلټنځای امنیتي کسانو له پوښتنو او ګروېګنو وروسته اجازه ور نه کړه، چې یاد ولایت ته دې داخل شي.

هغه وايي، د خپل ولایت د نوم له ورمعرفي کېدو وروسته یې په دې تور د تګ مخه ونیوله، چې ننګرهار کې د داعش فعالیت ډېر شوی دی.

نوموړي وویل: «زه اونۍ وړاندې خوست ولایت ته روان وم، له هغه ځایه مې دوکان ته جلغوزي راوړل، چې د پکتیا او خوست ترمنځ په یو چیک پواینټ کې ودرول شوم، د ځان له معرفي کېدو وروسته د طالبانو امنیتي کسانو راته وویل، چې ننګرهار کې داعش زیات فعالیت لري، نو مونږ نه شو، کولی له همدې وېرې تاته اجازه درکړو.»

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی وایي، د خپل ولایت د نوم له ورمعرفي کېدو وروسته یې په دې تور د تګ مخه ونیوله، چې ننګرهار کې د داعش فعالیت ډېر شوی دی.

د خان زمان په نوم د نورستان ولایت اوسېدونکی، چې په تعمریاتو کې د پلسترکارۍ استاد دی، هغه هم له ورته پېښې سره مخ شوی. نوموړی وايي، د وزې ځدران ولسوالۍ اړوند سیمه کې په دې نوم ځورول شوی، چې د نورستان اوسېدونکي وهابیان دي او زیاتره یې له داعش سره اړیکه لري.

د نوموړي په وینا چې دا ډول پېښو سره مخ کېدو یې نه یوازې په کاروبار منفي اغېز کړی، بلکې په ذهني ډول هم شکنجه شوی دی.

هغه وویل: «زه د پلسترکارۍ استاد یم، پخوا مونږ په پکتیا او خوست کې په نویو جوړېدونکو تعمیرونو کې پلستر کاوه او له کومې وېرې پرته به مو هر ولایت ته سفر کاوه، خو د طالبانو په راتګ اوس هماغسې ډاډه نشو تللی، یوه ورځ زه په دې نوم درولی شوی وم، چې د نورستان خلک وهابیان دي او وهابیان له داعش سره اړیکه لري.»

د خان زمان په نوم د نورستان ولایت اوسېدونکی، چې په تعمریاتو کې د پلسترکارۍ استاد دی، هغه هم له ورته پېښې سره مخ شوی.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت طالب امنیتي چارواکي دا ادعا په کلکه ردوي او وايي، دوی له توپیري چلند پرته د امنیت ساتنې لپاره په پلټنځایونو کې خلک تلاشي کوي.

د دې ولایت د امنیت آمر مولوی کرامت وايي، تر اوسه داسې پېښه نه دی رامنځته شوې، چې د هیواد د کوم بل زون اوسېدونکی دې، د داعش او نورو وسله والو ډلو په نوم پکتیا او یا هم خوست ته د تګ اجازه نه وي ورکړې.

کرامت زیاته کړه، چې اوس مهال په هیواد کې امنیتي تهدیدات په دومره لویه کچه نه دي، چې خلک دې په پلټنځایونو کې وځورول شي.

هغه وویل: «مونږ له هیچا سره مشکل نه لرو، زمونږ هدف فقت د امنیت راوستل او د خلکو د سر او مال ساتنه ده، مونږ دا د دښمن تبلیغات بولو او خپلو مجاهدالدینو ته مو دا سپارښتنه کړې، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، نو که پکتیا او یا هم خوست ولایتونو ته څوک راځي، په ډاډه زړه دې راشي او د سویل ختیځ زون د اوسېدونکو په ډول به له دوی هم د امنیت خوندیتوب لپاره پوښتنې کوي.»

د پکتیا ولایت طالب امنیتي چارواکي دا ادعا په کلکه ردوي او وايي، دوی له توپیري چلند پرته د امنیت ساتنې لپاره په پلټنځایونو کې خلک تلاشي کوي.

د کابل – ګردېز او ګردېز – خوست ترمنځ پر غځېدلو لویو لارو کې د امنیت ساتنې په موخه ځای پر ځای شوي طالب ځواکونه هم د ختیځ زون د اوسېدونکو ځورول او یا هم ورته اجازه نه ورکول په کلکه ردوي.

هغوی وايي، په شخصي او سورلۍ موټرو کې له ټولو سپرو مسافرو د امنیت ساتنې لپاره یو ډول پلټنه کوي.

په دې اړه د طالبانو یو تن امنیتي سرتیري معاویه وویل: «الحمد الله مونږ شپه او ورځ دلته د خلکو د سر او مال ساتنې لپاره دنده ترسره کوو، مونږ هیڅ دا ډول څه نه دي کړي، چې له خلکو سره دې ناسم چلند وکړو او یا دې هم دوی په یو او بل نوم وځورو، هر څوک چې په دې لارو تګ، راتګ کوي، له هغوی نه په ډېر احترامانه ډول پوښتنه کیږي او رخصت کیږي.»

که څه هم تر اوسه په سویل ختیځ زون کې د داعش فعالیت نه دی تر سترګو شوی، خو د خلکو اندېښنه دا دی، چې د هوا له تودې سره سم د دغه زون په ځینو سیمو کې هم نا امني رامنځته شي، خو د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي د هر ډول امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه