طالبانو کندهار کې د ښار ۵۰۰ سوالګرو ښځو او معلولينو سره مرستې کړي

اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي، دوی په دغه ولايت کې د ۵۰۰ کورنيو سره د نغدو پیسو خوراکي توکو او ژمنيو توکو مرستې کړي دي.

دغه مرستې چې د کندهار د والي حاجي محمد يوسف وفا په لارښوونه ترسره شوي دي، د يوه ځانګړي شوي کمیسيون له لارې اړمنې کورنۍ په نښه شوي او ورسره مرستې شوي دي.

د دغه کميسون مشر مولوي کامل وايي، دغه مرستې چې ډيره برخه يې په ښار کې سوالګرو ښځو ته ځانګړې شوې وې په راتلونکي کې به هم ترسره کيږي.

هغه وايي ټولې مرسته اخيستونکي کورنۍ د ياد کميسون لخوا بايميټريک شوي او هر مياشت به ورسره د نغدو پیسو ترڅنګ د خوراکي توکو مرستې هم کيږي.

مسولين وايي په دغو مرستو کې د ښار د سوالګرو ښځو ترڅنګ معلولين کسان هم شامل وه.

د دغه کميسيون مشر د نغدو پيسو او خوراکي مواد اندازه رسنيو ته ونه ښودله. دی وايي: «د کندهار والي په ځانګړې لارښوونه دا کمېسیون کندهار کې ټولې سوال کوونکې ښځې بایمیټریک کړي او د ځانګړې تګلارې له مخې ورسره هره میاشت د خوراکي او ژمنیو توکو ترڅنګ د نغدي پیسو مرسته کوي.»

په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي دي، وايي د ژمي په رارسيدو سره دوی له سخت فقر اوغربت سره مخ دي او په خبره يې چې دغه ډول مرستې به يې لومړنۍ اړتياوي پوره کړي.

يوه ميرمن مدينه له حکومت او مرستندويه ارګانونو غوښتنه کوي چې په راتلونکې کې هم دغه ډول بشري مرستې ورسره ترسره شي.

هغه وايي: «موږ ډير غريب يو په کور کې هيڅ نه لرو اوس ژمنی هم دی موږ د ټولو مرستندویه ارګانونو څخه غواړو چې په راتلونکې کې هم زموږ سره دغه ډول مرستې وکړي ځکه موږ زياته اړتيا دغه ډول مرستو ته لرو.»

په کندهار کې داسې مهال د طالبانو لخوا د خلکو سره مرستې ترسره کيږي چې د نړيوالو لخوا پر طالبانو بنديزونه لګول شوي دي او نړيوال ادعا کوي چې په افغانستان کې به مرستې د مرستندويه ارګانونو لخوا ترسره کيږي ترڅو له همدې لارې د افغانستان اقتصاد پیاوړی او مالي برخه ورته پیچکاري کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه