خبریال: بهادرخان رحماني
د طالبانو حکومت په ارګ کې د افغانستان اقتصادي کنفرانس په جوړولو له نړیوالو ګڼې غوښتنې له هغې ډلې د دوی په رسمیت پېژندلو، مرستو او افغانستان کنګلشوې پانګې ازادولو غوښتنې وکړې.
په دې کنفرانس کې چې نن (چهارشنبه، د مرغومې په ۲۹مه) ترسره شو په کې د طالبانو رییسالوزار ملا محمد حسن اخند، د نوموړي لومړي او دویم مرستیالانو، د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي او نورو ګڼو طالب چارواکو او دغه راز د یوناما مشرې ډیبورا لاینز او نورو بهرنیو چارواکو ګډون کړی و.
د طالبانو رییسالوزار د دې کنفرانس په پرانېستې وینا کې پر هېوادونو نیوکې وکړې چې د افغانستان پانګه یې کنګل کړې ده.
هغه وویل: «هغه هېوادونو چې ځانونه د بشر حقونو مدافعین بولي د افغانستان د پیسو په کنګل ساتلو سره یې افغانان له بشري ناورین سره مخ کړی دي.»
ملا محمد حسن اخند وویل، تېرو کلونو کې له افغانستان سره بنسټېزې مرستې نه دي شوي، افغانستان سره باید دوامداره بنسټیزې مرستې وشي، څو د ده په وینا هېواد راتلونکې کې په ځان بسیا شي. هغه زیاته کړه چې لنډمهاله مرستې افغانانو لپاره ګټورې نه دي.
هغه وویل: «موږ باید په ګډه داسې لارې ولټوو، چې د تل لپاره د ولس درد پرې دوا شي، لنډ مهال مرستې ملت ته ګټورې نه دی. خو که اقتصادي پرګرامونه په ښه ډول ترتیب شي، ډېر ژر به له ستونزو راووځو او ستونزې به ختمې شي.»

نوموړي دغهراز وویل، طالبان توانېدلی چې فساد له منځه یوسې او په ټول هېواد کې امنیت تامین کړي. هغه وویل افغانستان کې د پانګونې له پاره ډیره ښه زمینه برابره ده، بهرنیان باید دا درک کړي چې طالبان د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.
هغه په دې اړه پر نړیوالو غږ وکړ چې: « ټول باید یو ګام واخلي چې د افغانستان د رسمیت ستونزه ختمه کړي او یوې خواته دې سترګې نه نیسي.»
نوموړي نړیوال افغانستان کې پانګونې لپاره هم راوبلل. د ده په ټکو: «پخواني حکومت کې څه شی نه و؟ غلا وه، فساد و، وژنې او هر څه وو، خو په رسمیت پېژندل شوی و او دوی يې ملاتړ کاوه. اوس دا ټولې ستونزې ختمې دي، خو دوی بیا هم پلمه کوي، چې د پانګونې لپاره شرایط سم نه دي.»
په دې کنفرانس کې ځینو نورو طالب چارواکو له هغې ډلې د رییسالوزار دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او دغه راز د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي هم په خپلو خبرو کې افغانستان سره د خپلواکه او نامشروطه مرستو او کنګلشویو پیسو د خلاصون غوښتنې وکړې.
ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په دوام کې د مرستو په اړه وویل: «موږ هغه مرستې نه غواړو چې د افغانستان د اقتصادي نظام استقلالیت په کې نه وي. بلکې غواړو چې موږ په مستقیم ډول په دې مرستو کې دخیل و اوسو او په عادلانه وېش یې ترسره کړو.»

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه د افغانستان شل کلن اقتصادي نظام په بهرنیو مرستو ولاړ و، چې د دې مرستو په پرېکېدو سره سقوط شو، په تېرو شلو کلونو کې افغانستان سره ترسره شوې مرستې په یو لړ شرایطو ولاړې او سیاسي وې او یو شمېر مرستې د معینو قراردادیانو لخوا بېرته وویستل شوې.
مولوي امیرخان متقي بیا خپلو خبرو کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګلشوې زېرمه خلاصه کړي.
په دې کنفرانس کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یا یوناما ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د خپلې وینا په یوې برخه کې د بندیزونو لرې کولو په اړه وویل، چې دوی په ملګرو ملتونو کې د مرستو او بندیزونو لرې کولو په برخه کې خبرې کوي او زیاته یې کړه دوی تل خپل غږ اوچت کړی، تر څو له افغانانو بندیزونه لرې شي.
هغې وویل، چې هڅو یې تر ډېره نتیجه ورکړې، افغانستان ته یې ډېرې مرستې راټولې کړې او نغدې مرستې یې ورته راورسولې.
دیبورا لاینز خپلو خبرو کې وویل، افغانستان یو مثبت انکشاف ته اړتیا لري. په افغانستان کې یو میلیون افغانان زیانمن شوي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.
نوموړې وویل: «موږ په نړیوال سازمان کې له ډونرانو سره د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو خبرې کوو، موږ په هر اړخیز ډول دا غږ پورته کړی چې تر ډیره یې مثبته پایله هم ورکړې ده، موږ ژمن یو چې د مرکزي بانک حمایت وکړو تر څو بانکونه سقوط ونه کړي.»
اغلې دیبورا لاینز دغهراز افغانستان سره د اته بېلیونه ډالره مرستو په اړه وویل: «ملګري ملتونه نړیوالو ته د انتقالي چهارچوب په نامه یو سند ورکړی، چې له مخې به یې ۸ بیلیونه ډالر افغانستان ته راشي، تر څو د افغانستان اقتصاد بیرته عادي حالت ته راشي، موږ د افغانستان سره د مرستو په تړاو ډیرې هڅې کړي خو دا کوښښونه لا هم کافي نه دي، موږ نن دلته راغلي یو تر څو د ستونزو په ریښو خبرې وکړو او داسې یو اقدام ته لاره هواره کړو چې تل پاتې وي نه لنډ مهاله.»
هغه زیاته کړه، داسې لارې باید وسنجول شي، چې د افغانستان اقتصاد را پورته شي، د افغانستان د اقتصاد مثبت انکشاف ډېر مهم دی. د دولت عواید ډېری لږ دي او بسنه نه کوي، د بانکدارې سکتور ډېر مهم دی.
هغې یو شمېر ستونزې یادې کړې او زیاته یې کړه که دا ستونزې حل شي د افغانستان اړیکې به ټولې نړۍ سره سمې شي.
نوموړې وویل: «نن به د ستونزو په بنسټیزو حل خبرې وکړو. افغانستان جګړو زیانمن کړی. اقتصادي انکشاف د ټولو په ونډه اخیستلو کې ممکن دی، د ښوونې زمینه برابره شي، د ټولو قومونو مسلکي کسان داخل کړل شي. د ښځو تعلیم ته پاملرنه وشي. پانګوونکو ته وېره نه وي، په ازاد ډول پانګونه وکړي. افغان کډوال بېرته راشي او د خپل هېواد په جوړولو کې برخه واخلي. د ا.ا عفوه په ښه ډول د افغانستان د روانولو سبب وګرځي.»
