د کونړ وټه‌پور کې خلکو په خپله د یو سړک رغونه پیل کړې

اطلاعات روز: د کونړ اوسیدونکي وایي، په دې ولایت کې یې د اشر یا ګډ کار دود د ژوندي ساتلو په موخه هڅې پیل کړي او په دې لړ کې یې تازه د وټه پور ولسوالۍ اړوند د کور باغ سیمې ته د غځیدلي سړک د ترمیم چارې پیل کړي دي.

د وټه پور ولسوالۍ قومي مشران وایي، ولسي خلک یې هڅولي چې د اشر دود ورکیدو ته پرېنږدي

او د ژوندي ساتلو په موخه یې خپلو کلیو ته غځیدلی سرک ترمیم کړي.

د کونړ وټه پور ولسوالۍ اړوند د کور باغ اوسیدونکي وايي، خپلې سیمې ته يې په اشر سړک غځولی او اوس يې د ترمیم لپاره بیا خپله مټې رابډوهلي، کوښښ کوي چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي.

د کورباغ کلیوالي شورا غړی دلاور خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاد سرک وټه پور ولسوالۍ کې یو فرعي سرک دی چې شاوخوا ۴۵ کیلو متره اوږدوالی لري.

نوموړی وایي، د ولسي خلکو په همکارۍ د یاد سرک د ترمیم چارې پیل کړي او موخه یې د ولسي خلکو ترمنځ د پخواني دود اشر ژوندي ساتل دي.

دلاور خان زیاته کړه: «پر کوم سړک چې موږ کار کوو، دا د وټه پور ولسوالۍ اړوند د ملکانې او قیر سړک څخه پیل شوی دی او د کورباغ تر پای کلي ګنډیل پورې، ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري. نه موسسې مرسته کړې، نه تېر حکومت او نه هم طالبانو، په خپل ساړه سوکړک سل کسان کار کوو. پخواني حکومت کې مو هم د سړک رغولو کار کړی اوس هم لګیا یو، موږ د دې وطن او حکومت خلک یو، باید موږ سره مرسته وشي.»

د کونړ وټه پور ولسوالۍ اړوند د کور باغ اوسیدونکي وايي، خپلې سیمې ته يې په اشر سړک غځولی او اوس يې د ترمیم لپاره بیا خپله مټې رابډوهلي، کوښښ کوي چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي نوراغا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی تل د خپل ستونزو د حل لپاره له ګډ کار یا اشر ګټه اخیستې او له همدې لارې یې په خپله ولسوالۍ کې د بیارغونې زیات کارونه ترسره کړي دي.

نوراغا زیاته کړه: «په تیرو کلونو کې زیاتې مرستې وشوې خو زمونږ ولسوالۍ ته په کې داسې هیڅ ونشول چې د خلکو ستونزې پرې حل شي، نو مونږ هم حکومت ته په تمه نه یو پاتې شوی او تل مو خپلې ستونزې او په خاص ډول دا ډول د بیارغونې کارونه د اشر له لارې ترسره کړي او تل هڅه  کې یو، چې له همدې لارې خپلو ستونزو ته دحل یوه لاره پیدا کړو او وکولای شوي دا دود ژوندی وي.»

د یادې سیمې مدني فعالان او د خیر ښېګڼې ټولنو کار کوونکي هم د کور باغ او نورو سیمو کې د اشر ګټور دود ژوندي ساتلو ته خوښ دي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي نوراغا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی تل د خپل ستونزو د حل لپاره له ګډ کار یا اشر ګټه اخیستې او له همدې لارې یې په خپله ولسوالۍ کې د بیارغونې زیات کارونه ترسره کړي دي.

د دوی په خبره همدا اشر و چې په برکت به یې حکومت او ولسونو په ګډه ستر او بنسټیز کارونه کول چې ډېری جوړ شوي کانالونه، ویالې، سربندونه او سړکونه يې په کونړ او نورو سیمو کې ښکاره بېلګې دي.

په کونړ کې طالب چارواکي هم په دې خوښ دي چې خلک د خپلو ستونزو د هواري لپاره خپلې مټې رابډ وهي، خو له مرستندویه ټولنو غواړي چې باید دغه خلکو سره د کار په بدل کې د خوراکي او نورو موادو مرستې وکړي.

په هیواد کې له کلونو راهیسې د کلیوالو خلکو ترمنځ د اشر دود شتون لري، هغه کارونه چې ترسره کول یې د یو کس له وسې وتلې، چې له همدې لارې ولسي خلک راټولیږي او په مشترک ډول دا ډول چارې سرته رسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه