اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چیک ډېم د جوړیدو چارې پیل شوې دي.
د کندهار ښار شمال ته د غرونو په منځ کې د «میانکو» چیک ډېم، چې د مخکیني حکومت په وروستیو کي یې د جوړېدو چارې درېدلې وې، طالبانو یې یو ځل بیا د رغیدو چارې پیل کړي دي.
د اوبو د دې چیک ډېم د بیاجوړېدو مراسمو پر مهال د کندهار د کلیو او پراختیا طالب رییس مولوي حفیظالله آغا یاد چیک ډېم مهم یاد کړ او په خبره یې د دې په جوړېدو سره به د کندهار ښار د اوبو کچه لوړه او کورونو ته به د پاکو اوبو زمینه برابره شي.
هغه وایي، د دې چیک ډېم پر جوړېدو ټولي ۱۷،۹۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د دې لګښت لس سلنه ولس ورکوي.
د معلوماتو له مخې میانکو چیک ډم ۱۹۵ متره طول او لس متره ارتفاع لري، چې شاوخوا د اووه لکه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
