ارزګان کې طالب چارواکي:دولتي کارکوونکي مکلف دي چې لنګوټۍ وتړي او ږيرې پريږدي

اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو ولايتي چارواکو له دولتي کارکوونکو غوښتنه وکړه چې په خپل ظاهري شکل کې تغير راولي، لنګوټۍ وتړي او ږيرې پريږدي.

د ارزګان د ولايت مقام يوه استازي مولوي طايب پرون (یکشنبه، د مرغومې په ۲۶مه) دغه خبرې د ارزګان د ولايت د مستوفيت په مقام کې د مالياتي اونۍ د جوړې شوې غونډې پر مهال وکړي.

هغه وايي ټول دولتي کارکوونکي باید پر اسلامي اصولو ځانونه برابر کړي، لنګوټه وتړي، ږيره پريږدي او پر خپلو دندو له سره مقررۍ وکړي.

مولوي طايب د رياستونو له ريسانو څخه هم غوښتنه وکړل چې خپل کارکوونکي دي په اسلامي چوکاټ کې برابر کړي او ټول اصول دي پر ځای کړي.

هغه وايي دولتي کارکوونکي باید ځانونه پر شرعيت برابر کړي او داسې لاره غوره کړي چې د اسلام خوښه وي. هغه وايي دغه سپارښتنې د دې ولایت د والي له خوا وې چې دلته یې وکړې.

دی وايي: «ټول دولتي کارکوونکي باید خپل ځانونه د شرعيت په چوکاټ کې برابر کړي مخکي چې په دغه نظام کې کومو کسانو دندې ترسره کولي هغه د تير نظام اصول و، خو اوس اسلامي نظام دی دوی باید اوس په شرعيت ځانونه برابر کړي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې ویلي: «کارکوونکي باید نور خپل انجام پر برابر کړي باید ژیرې پريږدي لنګوټې وتړي او ترڅنګ يې خپل تقرر له سره وکړي منابع بشري ته ورشئ.»

په جوړه شوې غونډه کې يو شمير نورو د طالبانو ولايتي چارواکو د ماليې پر ارزښت خبرې وکړې او خلک يې د ماليې ورکولو ته وهڅول.

په ارزګان کې د حج اوقاف رییس مولوي خادم په خپلو خبرو کې وويل چې خلک باید د نظام د پايښت لپاره دولت ته ماليه ورکړي ترڅو اوسنی نظام پر خپلو پښو ودريږي.

نوموړي وويل که خلک دولت ته ماليه ور نه کړي د طالبانو حکومت به د اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

هغه د دولت غصب شوو ځمکو ته هم اشاره وکړه او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دولت غصب شوې ځمکې دې خلصې کړي.

مولوي خادم وايي د نړۍ په نورو هېوادونو کې افغانۍ ارزښت له لاسه ورکړی دی او د يوه عادي کاغذ ارزښت هم نه لري.

ده له عامو خلکو غوښتنه وکړه چې د نورو بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې پر ځای دې په افغانيو خپل ورځني کاروبارونه وکړي.

دی وايي :«د دغه نظام د پايښت لپاره دې عام خلک خپلې مالیې پر وخت ورکړي ترڅو زموږ نظام د اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شي ديني عالمان قومي مشران دې په دې برخه کې مرسته وکړي او خلکو ته دې د مالیې د ورکولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي خلک بايد په راکړه ورکړه کې له افغانيو څخه کار واخلي ځکه اوس زموږ افغانۍ په نورو هېوادونو کې د يوه عادي کاغذ ارزښت هم نه لري.»

په جوړه شوې غونډه کې د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ سرپرست مولوي امين الله کامران هم د مالیې پر ورکړې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې ټولې نړۍ پرې بنديزونه لګولي او په خبره يې چې د بنديزونو لوی لامل د اسلام دين کمزوري کول دي.

هغه وايي د نړۍ قوي ځواکونه سخته ماته خوړلې ده او د خپل هغه هدف چې دیموکراسي پر افغانانو پلي کړي، هغه ناکامه شوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه