اطلاعات روز: د طالبانو مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني ادعا کړې، چې اوزبک طالب مخدوم عالم اختطاف او انسان تښتونه کې لاس درلود، ځکه یې نیولی دی.
ښاغلي سمنګاني بيبيسي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې چې عالم مخدوم د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او اوس کابل ته لېږدول شوی دی.
فاریاب کې د طالبانو د دې سیمهییز قوماندان نیولو پراخ غبرګونونه راپارولي. هلته د دې قوماندان په غبرګون کې اوزبک طالبانو او خلکو پراخ لاریونونه وکړل او داسې راپورونه رسنیز شول چې ګواکې پښتانه طالبان د نورو طالبانو له خوا خلعسلاح شوي دي.
خو طالبان وايي په فارياب کې وضعيت تر کنټرول لاندې دی. د طالبانو مرستیال ویاند دا هم ویلي چې یو شمېر لاریونوال د طالبانو غړي نه بلکې عام خلک ول.
ښاغلي سمنګاني بيبيسي سره په فارياب کې د طالبانو د قومندان د نيولو په اړه د هغه د پلويانو د غبرګون په اړه وایي: «په افغانستان کې هر ډول قضيې ته قومي رنګ ورکول کېږي. نيول يې د هغه له قوم سره هېڅ تړاو نه لري.»
د طالبانو دې وياند دغهراز ادعا کړې چې: «په تېر حکومت کې له چارواکو پوښتنې نه کېدې. شايد له همدې امله وي چې ځينو خلکو له چارواکو سره په امتيازي سلوک عادت شوي وو.»
نوموړي زیاته کړې، طالبان له هغو کسانو د پوښتنې حق لري چې پر وړاندې یې شواهد وي.
د ښاغلي سمنګاني په وينا مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له خوا بلخ ته غوښتل شوی و او په خپله هلته د پوښتنو لپاره حاضر شوی و.
