اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه طالب ساتونکي په خطایي ډزو د دوو تنو ټپي کېدو خبر ورکوي.
لغمان کې د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن (یکشنبه، ۲۶ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیر ماذیګر د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه ساتونکي له خوا د خلکو د ګڼې ګوڼې د نظم کولو پرمهال هوایي ډزې شوي، چې په ترڅ کې یې یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ لګېدلي او ټپیانې شوې دي.
د نوموړي په خبره، دواړه ټپیانې روغتون ته لیږدول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.
له پېښې وروسته د دې پېښې په غبرګون کې ولسي خلکو لاریون هم کړی او هغه طالب چې ډزې یې کړي، د نیولو غوښتنه کړې ده.
