اطلاعات روز: د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د کانال ریاست ساتونکو او خلکو ترمنځ نښته شوې او د یاد ریاست ساتونکو پر خلکو ډزې کړي چې یو یې وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یو اوسیدونکي د نوم نه خپرولو په شرط نن (پنجشنبه، ۲۳ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه تیره ورځ ناوخته د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو قریې اړوند «بیلې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وینا دغه شخړه له دې امله رامنځته شوې چې د تیر حکومت پر مهال ځایي خلکو د کانال ریاست اړوند ځمکه د ده په وینا چې غصب کړې وه، او اوس یې مسولین د ځمکې خلاصون په موخه سیمې ته ورغلي ول، چې پر مهال یې د کانال ریاست د مسولینو او ځایي خلکو ترمنځ لومړی لفظي او بیا وروسته اخ و ډب رامنځته شوی دی.
سرچینه وایې، په همدې مهال د کانال ادارې ساتونکو پر ولسي خلکو ډزې کړي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د همدې پېښې په غبرګون کې ځایي خلکو پرون ناوخته د تورخم-جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.
بل لورته د ننګرهار کانال ریاست مسولین هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، د یادې پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.
