اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو آمر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
یوې باوري امنیتي سرچینې نن (چهارشنبه، ۲۲ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په څلورم فارم سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د یادې ولسوالۍ د استخباراتو امر عبید بشیر وژل شوی او بل ساتونکی یې ټپي دی.
د سرچینې په خبره یاده پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې عابد بشیر د یوې جرګې لپاره یادې سیمې ته تللی و او هلته تر وسله وال برید لاندې راغلی دی.
چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي خو تراوسه د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
