اطلاعات روز: د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، د هلمند لښګرګاه ښار صافیانو سیمه کې د وژل شوي ښځې مور، پلندر او خاوند د یوې ښځې د وژنې په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي وویل چې د نیول شوو کسانو لخوا ادعا شوې ده چې وژل شوې ښځه له کور څخه تښتېدلې وه او دوی په همدې جرم وژلې ده.
هغه وایي نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي. هغه وایي: «پرون سهار د لښګرګاه ښار صافیانو سېمه کې یوه ښځه د مور، پلندر او خاوند له لوري په مرموز ډول وژل سوې ده.»
د وژل شوې ښځې مور او پلندر په خپل جرم اعتراف کړی او زیاتوي چې وژل سوې ښځه څه موده وړاندې د کوره تښتېدلې وه.
هغه وایي د وژل شوې ښځې د مور په خبره چې لور یې کوزده لرله او د خاوند له لوري ورته یو لک پاکستانۍ کالداري د ولور ورته رسیدلي دي، خو لا یې واده نه دی کړی.
هلمند کې د طالبانو تر راتګ وروسته ګڼې د ځان وژنې او دغه ډول جنایي پیښې رامنځته کیږي.
