د لوګر او کابل-ګردېز لويې لارې امنيت ساتنې لپاره ځانګړي طالب ځواکونه ګمارل کيږي

اطلاعات روز: په لوګر ولایت کې د منصوري قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا طالب چارواکي وايي، د لوګر ولايت او همدارنګه د  کابل- ګردېز لويې لارې د لا ښه امنيت ساتنې لپاره به ځانګړي ځواکونه په دندو وګمارل شي.

دوی دغه څرګندونې د هغو۱۵۰ اردو او کمانډو سرتېرو په فراغت غونډه کې وکړې، چې په ياده لواء کې يې دوه مياشتنۍ نظامي زده کړې ترسره کړې دي.

د څلورمې پلې لواء قومندان روح الله وثیق وويل، فارغو سرتېرو ته يې په ښه ډول د نظامي زده کړو ترڅنګ له خلکو سره د  چلند برخه کې روزنه ورکړې، چې د هغه په وينا و به کولی شي، تر څو د لوګر ولايت او د کابل-ګردېز لويې لارې امنيت تامين کړي.

وثيق وايي: «دغه سرتېرو چې نن ورته د فراغت مراسم نيول شوي، دوی په ډېر ښه ډول د وسلو کارولو او له خلکو سره د ښه چلند په برخه کې زده کړې ورکړې، نو مونږ خلکو ډاډ ورکوو، چې د لوګر د ټولو ولسواليو امنيت ساتنه به کوي او د کابل – ګردېز په لويه لاره باندې به هم ګمارل کيږي، تر څو د جنايي او نورو پېښو مخه ونيسي.»

په همدې حال کې بيا د لوګر مرستيال والي انعام الله صلاح الدين وايي، طالبان نه يوازې د خلکو امنيت خونديتوب مسوول دي، بلکې اوس ولس ته د ژوند د لومړنيو اسانتياوو برابرېدو مسووليت هم ور له غاړې ده.

هغه وويل: «اوس مونږ نه يوازې په دې ځان خلاصولی شو، چې د خلکو امنيت مو ساتلی او جګړه نشته، تر ټولو لوی مسووليت اوس دا را له غاړې ده، چې خلکو ته په روغتيا، پوهنې او بيا رغونې برخو کې هم کار وکړو، د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو.»

له نظامي زده کړو فارغ طالب سرتيري بيا وايي، د مسلکي ښوونکو له لوري ورته په ښه ډول روزنه ورکړل شوې او د دوی په وينا که مسوولين يې د امنيت ساتنې لپاره هرځای ولېږي، چمتو دي، چې همالته دنده ترسره کړي.

دوی د امنيت په تامين کې د ملکي وګړو همکاري اړينه بولي او غوښتنه کوي، چې د لا ښه ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځته کولو لپاره بايد له طالبانو سره مرسته وکړي.

د کمانډو طالب سرتېری واحد ګل بلخي وايي: «مونږ چې کومې زده کړې کړې، د مسلکي ښوونکو په مټ مو د مختلفو وسلو کارولو او همدارنګه د پلټنې په حالت کې له ولس سره څنګه چلند وکړو، نو په دې برخه کې روزل شوي يو، نو اوس که په لوګر کې په دندو ګمارل کېږي او يا هم د هيواد کومې بلې برخې ته مو ليږي، نو هر وخت چمتو يو.»

دغه سرتيري په داسې مهال د امنيت ساتنې لپاره وړاندې کيږي، چې په دې وروستيو کې د لوګر-کابل پر لويه لاره د طالبانو په نوم ځينو وسله والو کسانو له خلکو موټرې او نور وسايل غلا کړي و، چې دې پېښو د خلکو اندېښنې را پارولی دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه