اطلاعات روز: د کندهار ولایت مقام څخه اطلاعات روز ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندهار والي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه د کندهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د کندهار په بېلابیلو ولسوالیو کې د تخریب شویو پُلچکونو د جوړېدو چارې روانې دي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تردا مهاله ګڼ شمېر پُلچکونه د ځانګړو شویو ټیمونو په مټ جوړ شوي دي.
په ورته مهال د هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې په سیمو کې پلچکونه رغول کیږي د حکومت له دې اقدامه خوښ دي او وايي، چي د پُلچکونو تخریب دوی ته د تګ راتګ پرمهال ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.
د هېواد په ګڼو ولایتونو کې تیرو جګړو او د سیلابونو د راوتلو له امله پلونه او پلچکونه تخریب شوي چې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د ټولګتو چارو وزارت لخوا رغول کیږي.
