د هلمند کجکي بند کې اوبه ډېرې شوې دي

اطلاعات روز: هلمند کې د برښنا ریاست مسوولین وايي، د ورستیو بارانونو له کبله د کجکي بند کاسه کې اوبه ډېرې شوې دي او د اوس لپاره یې کچه تر ۵۰ متره پورې رسېدلې ده.

په لښکرګاه کې د بریښنا ریاست رییس مولوی ایوب نن (یک شنبه، د مرغومې ۱۹مه) اطلاعات روز  ته وویل اوس مهال په کجکي بند کي د اوبو اندازه تر ۵۰ مترو رسېدلې ده، چې په نږدې وختونو کي به تر خپلې ورستۍ کچې ۷۷ متره ته ورسېږي.

له بلې خوا د څو ورځو راهیسې برېښنا هم د لینونو د شارټۍ  له امله زیانمن شوي، چي ډېر ژر به ترمیم او بېرته برېښنا تر ښاریانو ورسېږي.

هغه زیاته کړه په دې ورستیو کې د واورو او بارانونو له امله د اوبو کچه له ۱۵ سانتي څخه نیولي ۲۰سانتي ته لوړه شوې، او دوی هیله لري چې روان کال به خلک د کر او برېښنا لپاره کافي اوبه ولري.

نوموړی وایي: «د کجکي د اوبو کاسه په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۲ متره او ۱۰ سانتي ته پورته شوې چې اوس د اوبو سطحه ۵۰ متره ده او ددې ترڅنګ په هره ورځ کې د ۱۵ څخه نیولې تر ۲۰ سانتیو پورې پورته کېږې، چې د بارانونه مخکې ۴۷ متره وه.»

د برېښنا رییس د دې ترڅنګ دا هم ویلي، چې اوس مهال د باراني اوبو له امله د برېښنا مزي (لینونه) زیانمن شوي، چې بریښنا پر ښار پرې شوې.

دی وایي ژر به یاده ستونزه هواره شي.

بلخوا بیا ددې ولایت دوه تنه اوسېدونکي خوښ دي، چې سږ کال د برېښنا او کښت لپاره کافي اندازه اوبه برابرې شوې دي.

دوی هیله وښوده چې ژر به د برېښنا ستونزه هم حل شي.

د دوي په وینا چې تېر کال کې اوبه نه وې چې ځینې کروندګر د مني او دوبي کښتونه ونه کرل.

نوموړی وایي: «تېرکال کې خلکو کښتونه ونه کړل خو  سږکال لپاره هیلې زیاتې دي چې هم به کروند ګر د مني ، دوبي موسمونو کې کښتونه وکړي او هم به هلمند ـ او کندهار ولایتونه د برېښنا څخه برخمن شي»

د برېښنا ریاست مسوولین په داسې حال کې په کجکي بند د اوبو د ډم کېدو خبر ورکوي چې له څو ورځو راهسې ددغه ولایت په ګډون د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې سخت اورښتونه او واورې شوي دې چې د ځینو ولایتونو لوی لارې هم بندي شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه