اطلاعات روز: حامد احمدي چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې یې په قاچاقي ډول اروپایي هیوادونو ته روان شو، له څه مودې ورکېدا وروسته یې د مړینې خبر خپور او اوس یې کورنۍ ته جسد وسپارل شو.
د دره نور ولسوالۍ د املې کلي اوسیدونکي ذکریا ذکي نن (شنبه، ۱۸ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې حامد احمد یې کلیوال و او شاوخوا درې میاشتې وړاندې یې په قاچاقي ډول ترکیې ته روان شو او هلته له رسیدو وروسته یې تابیا نورو اروپایي هیوادونه ته ونیوله.
نوموړی وایي، د احمدي د یوې میاشتې لادرکۍ وروسته د مرګ خبر او اوازې خپرې شوې وه، چې په لاره کې د مقدونیه پولیسو له لوري په ډیرې بې رحمۍ وژل شوی، خو دلته څوک نه و خبر.
ذکي وایي، د نوموړي د جسد د پیدا کیدو او خپل هیواد ته د راوړل کیدو په موخه یې قاچاقبر ته د کورنۍ غړو پېسې ورکړي او نن یې جسد خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
حامد احمدي د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د «املې» کلي اوسیدونکی و او نوموړي ته به د کلي اوسیدونکو له ډیره نازه د هیواد د پخواني ولسمشر «کرزي» تخلص اخیسته.
د وژل شوي ځوان پر مرګ د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو هم خواشیني ښودلې او له کورنیو یې غوښتي چې خپل اولادونه دې اروپایي هیوادونه په قاچاقي ډول نه لیږي.
د طالبانو په راتګ سره زیاتره افغانان په دې هڅه کې چې خپل ځانونه له غیر قانوني لارو اروپایي هیوادونو ته ورسوي، چې ډیر کم یې تر خپل منزل رسیږي او ګڼ شمیر نور یې خپل ژوند په لار کې له لاسه ورکوي.
ولسي خلک وایي، د طالبانو په راتګ سره بې روزګاري زیاته شوې او هم په ځینو سیمو کې دطالبانو له ویرې خلک مجبور شوي چې په قاچاقي ډول اروپایې هیوادونو د تګ لپاره زړه ښه کړي.
