اطلاعات روز: د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د دې ولایت ځينې کارخونه لرونکي د دې په هڅه کې دي چې خپلې پانګې ایران او پاکستان ته ولېږدوي.
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مرستیال نعمت الله نعمت وایي، په دغه ولايت کې يو شمير کاروباريان او پانګوال هڅه کوي ترڅو خپلې پانګې ګاونډيو هېوادونو ته وليږدوي، ځکه په دغه ولايت کې د برښنا د نشت ترڅنګ ګڼې نورې ستونزې د دې لامل شوي چې خصوصي سکټور او صنعت زيانمن کړي.
نعمت الله نعمت وايي :«ځينې هوډ لري چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي. د برښنا ترڅنګ ګڼې نورې ستونزې دي چې نه یوازې صنعت بلکې خصوصي سکټور یې زیانمن کړی دی.»
په کندهار ولایت کې یوه پانګوال د «سیخ ګول» په برخه کې درې نیم مېلیون ډالره پانګونه کړې ده، خو اوس د برښنا د نشتوالي له امله غواړي چې خپله کارخونه وتړي.
اوس د دغې کارخونې کارګران د دې پرځای چې د فابریکې پر تولیدي چارو بوخت وي، د فابریکې ماشین الات لېږدوي.
د کارخونې مسوول محمد نعیم وايي: «دلته په شلو کلونو کې زموږ کار سم نه شو، موږ همدا ډول روان یوو، وګورو چې چېرته رسېږو.»
اخوا پاکستان په دې وروستیو کې پرېکړه کړې ده چې د هېواد پانګوالو ته ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې دغه هېواد غواړي سوداګرو ته پنځه کلنې وېزې ورکړي.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې غړی نقیب الله صافی څرګندوي: «پنځه کلنه ویزه د پانګوالو لپاره ده، د هغو پانګوالو لپاره چې غواړي پاکستان ته ولاړ شي او هلته پانګونه وکړي هغوی ته به پنځه کلنه ویزه ورکړل شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې له کلونو راهیسې ځينو پانګوالو او سوداګرو خپلې پانګې بهر ته اېستلې دي. د دې خونې په وینا یو شمېر پانګوالو خپلې پانګې ترکیې ته لېږدولي دي او ځينې نور پانګوال عربي متحده اماراتو ته تښتېدلي دي.
په ورته وخت کې د کندهار ښار اوسیدونکي بیا د پانګوالو دغه ډول کړنه د عامو خلکو په زيان ګڼې او زياتوي که پانګوال دغه ډول کړنه وکړي په زرګونه ځوانان به ورسره بيروزګاره شي او د يادو فابريکو د توليد توکو قيمتونه به هم لوړ شي.
عبدالحليم چې په يو خصوصي کمپنۍ کې کار کوي وايي د ګټې وټې يوازينۍ سرچينه يې همدغه کار دی او په خبره يې که بيروزګاره شو د کورنۍ ټول غړې به يې بي ډوډۍ يې شي.
هغه زياته کړه: «زموږ د ورځ مزدوري همدغه ځاي دی که دلته زموږ کار بند شي د کور ۱۰ غړې زما ورځ مزدوري ته ګوري بس داسي يې وګڼه چې هره څه ختم شول.»
پر افغانستان د طالبانو د واک رسيدو سره په ټول هېواد کې صنعت او تجاراتي کاروبارونه په ټپه ولاړ دی چې له امله يې زرګونه کسان ورسره بیروزګاره شوي او د غربت کچه هم لوړه شوي ده.
که پانګوال له هېواد څخه خپلې پانګي ګاونډيو هېوادونو ته وباسي لابه ورسره بیوزلي او کاري فرصتونه کم شي.
