د کابل-جلال‌اباد پر لار د ټرافیکي پېښو زیاتوالی؛ «موټرچلوونکي باران کې هم احتیاط نه کوي»

خبریال: جان‌اغا صالح

د کابل – جلال اباد لويې لارې وروستیو ترافیکي پېښو پر دغه لاره تلوونکي مسافر اندېښمن کړي دي. له تیرې اونۍ راهیسې پر دې لویه لاره نږدې پنځه ترافیکي پېښې شوي چې شاوخوا ۱۴ مسافرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادو ترافیکي پېښو له رامنځته کیدو وروسته پر دغه لويې لارې مسافر شکايت کوي، چې موټر چلوونکي د واورې او باران د ورښت پرمهال هم احتياط نه کوي چې له امله يې ډیر کله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

دوی غوښتنه کوي چې موټر چلوونکي بايد هر وخت او په ځانګړې توګه د واورې او باران د ورښت پرمهال له ډېر احتياط څخه کار واخلي.

نصیب الله یو له هغه کسانو څخه دی چې تیره اوونۍ یې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله خپلوان مړه شوي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ډیر کله پر یاده لویه لاره ترافیکې پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او د ترافیکي اصول نه مراعات کولو له امله رامنځته کیږي.

 نصیب الله زیاتوي: «تیره اوونۍ زما خوری له کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله مړ شو او اوس یې کورنۍ په غم ژاړي، ټوله ملامتی په موټر چلوونکو کې ده چې تیز تګ کوي او هیڅ ترافیکي اصول نه مراعات کوي، زمونږ غوښتنه له موټر چلوونکو دا ده چې باید ترافیکي قوانین مراعات کړي او په دې برخه کې باید پوره پاملرنه وکړي، د دوی د تیز تګ له امله ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د باران او واورې پرمهال باید له پوره احتیاط کار واخلي.»

د یادو ترافیکي پېښو له رامنځته کیدو وروسته پر دغه لويې لارې مسافر شکايت کوي، چې موټر چلوونکي د واورې او باران د ورښت پرمهال هم احتياط نه کوي چې له امله يې ډیر کله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

دغه د لغمان یو اوسیدونکی محمد ولي چې اوسمهال په کابل کې دنده لري او پر یاده لویه لاره له هرو دوو اوونیو وروسته سفر کوي.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له دغه لاره له تلوونکو مسافرو وغوښتل چې موټر چلوونکي دې ګړندي تګ ته نه پریږدي.

د نوموړي ټینګار کوي چې کابل ته د تګ پرمهال د موټر چلوونکي په ټاکنه کې له ډېر احتياط څخه کار اخیستل په کار دي.

عبدالولي زیات ه کړه: «ډیر کله موټر چلوونکي هم له احتیاط کار نه اخلي او خپله سوارلۍ هم موټر چلوونکي مجبوروي چې تیز تګ وکړي نو په کار ده چې سوارلۍ هم موټر چلوونکي ګړندي تګ ته پرنږدي او همدارنګه د تګ پرمهال دې، له داسې موټر چلوونکي سره سفر وکړي چې د ترافیکو ټول اصول مراعات کوي یعنې د سفر پرمهال دې د موټرچلوونکي په ټاکنه کې پام وکړي.»

په همدې حال کې د کابل – جلال اباد لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي هم مني چې ځينې موټرچلوونکي د تګ پرمهال بې احتیاطي کوي.

شیر افضل چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره «بکسه» موټر چلوي وايي، د ترافيکي پېښو اصلي علت د سړک تنګوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي ده.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ترافيکي پېښې ډېرى د هغو موټر چلوونکو له امله رامنځته کېږي چې پر دغه لار نا بلده وي او شخصي موټر چلوي.

شیرافضل زیاته کړه:«زما په خپله لس کاله کیږي چې دکابل –جلال اباد لین کې دغه بکسه موټر چلووم مونږ ته تجربه شوې چې هغه موټروان چې بې احتیاطي کوي نو ټګر هم کوي او زیاتره پېښې د دوی د تیز تګ له امله رامنځته کیږي او همدارنګه ځینې نوي موټر چلوونکي چې شخصي وي او یا اصول نه مراعات کوي پر دغه لاره ډیر کله دا شان خلک موټرې ټکر کوي.»

د کابل – جلال اباد لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي هم مني چې ځينې موټرچلوونکي د تګ پرمهال بې احتیاطي کوي.

د کابل-جلال اباد لوې لاره ډیره برخه د لغمان ولایت اړونده ده.

د لغمان د ترافيکو مدير مولوي حبيب الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې مني چې ډیر کله پر یاده لویه لاره ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې اختیاطۍ او غیر مسلکوالي له امله رامنځته کیږي.

نوموړی وایي، هڅه يې پيل کړې چې موټر چلوونکو ته د مسلکي موټر چلوونې په موخه زده کړې او لېسنس ورکړي.

د لغمان د ترافيکو مدير مولوي حبيب الله زیاته کړه:«د کابل-جلال اباد پر لویه لاره چې کومې ترافیکي پېښې رامنځته کیږي زیاتره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله وي او یو لامل یې هم د ډریوران غیرمسلکي والی دی، نو مونږ هڅه کې یو چې پر دغه لاره د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسو او هم موټر چلوونکو ته په یاده برخه کې مسلکي زده کړې ورکړل شي.»

د یاد ولایت دترافیکو مدیر همداراز زیاتوي چې ډېرى پېښې د ورښتونو او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.

د هغه په وينا، که هر موټر چلوونکى په قانوني بڼه ١٥ ورځې ترافيکي زده کړې وکړي نو تر ډېره به ترافيکي پېښې کمې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه