اطلاعات روز: پېښو ته د رسېدو چارو کې د طالبانو سرپرست حکومت وزارت وایي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو او واورې ورېدو له امله ۱۱ تنو خپل ژوند بایللی او لږ تر لږه ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
باختر خبري اژانس نن (پنجشنبه، د مرغومې په ۱۶مه) د یاد وزارت چارواکو له خولې ویلي چې تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په څه ناڅه ۹۵ سلنه سيمو کې درنه واوره شوې چې په ځینو مواردو کې د سېلابونو د راوتلو سبب شوي دي.
د اژانس د خبر له مخې د هلمند، نیمروز، فراه، ننګرهار، بدخشان، جوزجان، تخار، قندهار او کابل ولایتونه د سختو واورو او سېلاونو د راوتلو شاهدان دي.
د بېړنیو حالاتو وزارت طالب چارواکي وايي، د دوى کارکوونکي د نورو بنسټونو اوعامو خلکو په مرسته وتوانېدل چې په واورو او سېلاونو کې بند پاتې لسګونه کسان وژغوري او خوندي ځاى ته يې ولېږدوي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې یې خپلو ادارو ته د چمتووالي امر کړی دی.
دغه وزارت د فواید عامې وزارت او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ولایتونو ته له سېلابونو او واورو څخه د ژوند ژغورلو ترڅنګ له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره وسایل او خوراکي توکي استولي دي.
