اطلاعات روز: د ننګرهار په جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو یو تن په ډزو وژلی او په تېښته بریالي شوي دي.
یوې ځایي سرچینې د نوم ښودلو په شرط نن (پنجشنبه، ۱۶ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیر ماښام د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې اړوند «سراچه علي خان» سیمه کې ناپيژنده وسله والو یو کس چې په غالب ګمان ریکشا چلوونکی و، په ډزو وژلی او عاملین یې له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم د ننګرهار امنیتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې او نورو جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.
