اطلاعات روز: لغمان ولایت لپاره د طالبانو د ملي امنیت رییس مولوي الفت هاشمي په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن (پنجشنبه، ۱۶ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته تائید کړه، چې تیره شپه شاوخوا دولس بچې د مرکز مهترلام اړوند «قرارګاه» سیمه کې د دغه ولایت لپاره د ملي امنیت رئیس مولوي الفت هاشمي ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د والي ویاند زیاتوي چې د ملي امنیت له رئیس سره په یاده ترفیکي پېښه کې د نوموړي پنځه ساتوونکي هم ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې وړمه ورځ د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په دریو ترافیکي پېښو کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
