اطلاعات روز: دیني عالم مولوي محمد امین سمنګاني چې افغانانو کې تر ټولو د ډېر عمر څښتن و، د ۱۴۴ کلونو په عمر کې مړ شو.
د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون نن (چهارشنبه، د مرغومې په ۱۵مه) د نوموړي د مرګ خبر خپور کړی. مولوي محمد امین سمنګاني ۹۰ کاله وړاندې د غازي امانالله خان واکمنۍ مهال د هندوستان نامتو دیوبند له مدرسې فارغ شوی و.
ښاغلي سمنګاني د هېواد له نامتو عالمانو او شېخانو له ډلې یو و چې ګڼ شمېر زدهکوونکي یې روزلي دي.
نوموړي په خپل عمر کې د افغانستان ۱۵ حکومتونه تجربه کړي دي.
