ارزګان کې یو سوداګر د عسکرو او طالبانو قرباني کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

اطلاعات روز: په ارزګان کې د اووه سوه هغه کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې ترسره شوې چې په تيرو جګړو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا هم معلول شوي ول. په دې ډله کې د مخکیني نظام سرتېري او د طالب وسله‌والو کورنۍ هم دي.

په ارزګان کې د شهيدانو او معلولينو وزارت د پلان او پالیسي معين عظيم اغا د دغو مرستو د ويش پر مهال وویل، دغه مرستې چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۷ زره او هر معلول ته شپږ زره افغانۍ ورکول کيږي، د يوه بهر ميشتي افغان لخوا شوي دي.

هغه وايي دغه ډول مرستو ته اړتيا زياته ليدل کيږي او غوښتنه يې وکړه چې په کوردننه او بهر ميشت تجاران او سوداګر باید له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

عظيم اغا وويل، په افغانستان کې تر سیاسي بدلون رامنځته کيدو وروسته خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او په کار ده چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې شي.

دی وايي: «يادې مرستې چې د يوه بهرمېشتي افغان لخوا ترسره شوي دي، هغه کسان چې وژل شوي وي او اوس يې یتیمان پاتې وي، هغه ته به ۷۰۰۰ افغانۍ ورکول کيږي او هغه کسان چې په جګړو کې معلول وي هغه ته به ۶ زره افغانۍ ورکول کيږي.»

په ورته مهال هغه کسان چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي، خوښ دي او وایي چې دغه ډول مرستو ته يې زياته اړتيا درلوده.

محمد رحيم چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي دي، وايي اوسنۍ مرستې يې ورته کافي نه دي او په کار ده چې په راتلونکي کې هم دوی له پام ونه غورځول شي او نورې دغه ډول مرستې هم ورسره ترسره شي.

هغه وايي ژوند يې له سختو کړاوونو ډک دی او که پاملرنه ورته ونه شي روان ژمی به يې په ډير سختۍ تير شي.

نوموړي وويل: «کور يې ودان هيڅ مې نه درلوده سخته مجبوره ومه خو اوس هم دغه مرستې زياتې لږ دی زموږ سره باید ډير مرستې وشي ترڅو دغه ژمې ورباندي تير کړو کورنۍ مې لويه ده زما يو لاس يوه پښه نشته څه وکړو کار روزګار نه شم کولی زموږ سره باید هرڅوک مرستې وکړي.»

په ارزګان کې د تيرو جګړو له امله زرګونه کسان معلول او وژل شوي دي چې دا مهال يې کورنۍ دغه ډول مرستو ته زياته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه