اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دوی او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو پېښو په تړاو پاکستاني لوري سره خبرې کوي.
پر ټولنیزو رسنیو یوې خپرې شوې وېډیو کې ښکاري چې طالبان او پاکستاني ځواکونه لفظي شخړه کوي، دغه راز یوې بلې وېډیو کې طالبان اغزن سیم چې د دوی په وینا پاکستاني ځواکونو پر کرښې لګوو، پرېښي نه دي او له ځان سره یې راوړي دي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټوېټر لیکلي چې دې پېښو اړتیا ټوکولې څو د دواړو هېوادونو مسوولین د ستونزو د اواري په باب خبرې وکړي.
ښاغلي بلخي زیاته کړې چې د دوی حکومت د تفاهم او د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر اواري او ښه ګاونډیتوب باور لري او پاکستاني لوري سره به د ديپلوماتيکو چينلونو له لارې په دې اړه خبرې اتري وکړي.
له دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي ول، افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسله حل شوې او طالبانو سره په ګډه به یې ولګوي.
