کونړ کې د ۴۵ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې پیل شوي

اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي وایې، چې د ۴۵ کیلومتره په اوږدوالي یې د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسواليو ترمنځ د غځېدلې لویې لارې د جغل اچونې او پاکوالو چارې پېل شوي، چې د جغل اندازۍ ترڅنګ به د سړک پاکاري او د لارې په اوږدو کې د تخریب شویو کوچنیو پلونو رغونه هم ترسره شي.

د کونړ د ټولګټو چارو رئیس قدرت الله معاذ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو د ياد سړک د جوړونې چارې د ټولګټو او دفاع وزارتونو په ګډو هڅو پیل شوي دي.

د کونړ د ټولګټو چارو رئیس قدرت الله معاذ زیاته کړه: «د کونړ د اسمار، ناړۍ څخه تر بریکوټه غځیدلي سړک د چعل اچونې چارې پیل شوې د ټولګټو چارو او دفاع وزات په ګډو هڅو، یاد سړک تېرو کلونو کې د حکومت د نه پاملرنې، ورښتونو او سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې زرګونو خلکو ته یي د تګ او راتګ پرمهال ستونزې جوړې کړې وې خو اوس يې د بيارغونې چارې پيل شوې، چې د کار په بشپړیدو سره به پر یاد سرک دخلکو دتګ راتګ ستونزه حل شي.»

د کونړ د ټولګټو چارو رئیس همداراز وایې، اوس مهال د سړک په جوړونه کې د ټولګټو او دفاع وزارتونو تخنیکي کارکوونکي، وسایط او وسایل په کار کولو بوخت دي چې ډیر ژر به له اسماره نیولې د ناړۍ تر بریکوټه غځېدلي سړک تخریب شوې برخې ورغول شي .

د یاد ریاست د مالوماتو له مخې شاوخوا ۴۵ کیلومتره یاد سړک د اساسي جوړونې په موخه د پخواني حکومت پرمهال هم وروستۍ سروې بشپړه شوې وه او په خبره یي چې د طالبانو اوسنی حکومت به د یاد سړک د جوړونې ترڅنګ د کونړ نورو ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه هم په اساسي توګه ورغوي .

د یاد سرک له بیا رغیدو ولسي خلک هم خوښ دي او وایې، له دې وړاندې د کونړ اسمار او ناړۍ ترمنځ غځېدلې لویه لار په تېرو کلونو کې د جګړو، ناامنیو او د ورښتونو پرمهال د غره ښویېدنې له امله زیانمنه شوې وه او ډېر وخت به د خلکو پرمخ تړلې وه.

د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسیدونکي شفیق الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې دې ولایت کې دې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

شفیق الله زیاته کړه:« مونږ د یاد سرک له جوړیدو ډیر خوشاله یو موږ د سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، نارغان په خپل وخت تر روغتونه نه شو رسولی، کاروبار ته پر وخت نه شو رسېدی، تازه چې حکومت زموږ د سړک د جوړولو چاره پېل کړې مو خوښ یو او غوښتنه مو ده چې په اساسي ډول ورغول شي.»

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ګلاب خان بیا وایي چې د تیر حکومت پرمهال یې څو ځله د سیمې اوسېدونکو له چارواکو د سړک د جوړېدو غوښتنه کړې، خو چا پرې عملي قدام نه کاوه او تر نن پورې ویجاړ پروت دی.

ګلاب خان« پخوا که د ناامنیو او جګړو له امله حکومتي کارکوونکو او نورو خیریه بنسټونو زموږ سیمې ته د کار کولو په نیت زړه نه ښه کاوه اوس خو امنیت ښه شوی، له حکومت او نړیوالو بنسټونو مو غوښتنه ده چې زموږ سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، د تیر حکومت پرمهال هم څو ځلې ژمنې وشوې چې دا سرک به جوړو خو هیڅ ونشول اوس تمه لرو چې عملي کارونه چټک شي.»

د مخکینې حکومت پرمهال د نړیوالو موسسو او نورو خیریه بنسټونو له لوري کونړ کې ګڼ شمېر سړکونه په پاخه ډول جوړ شوي، خو ځینې یې د ټیټ کیفیت له امله بېرته ويجاړ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه