کندهار کې صنعتي فابریکې د برښنا نه شتون له امله بندې شوې

اطلاعات روز: د کندهار صنعت کاران وایي، په دغه ولایت کې اکثره فابریکې د برښنا د نه شتون له امله بندي شوي او ډيرې لږ فعالې دي چې له تېلو کار اخلي.

په کندهار کې د صنعت کارانو د اتحادیې رییس فیض الحق مشکاني وایي، په دغه ولایت کې یوازي په صنعتي پارک کې شاوخوا ۳۵۰ فابریکې شتون لري چې له دې فابریکو څخه یوازې د ګوتو په شمېر څو فعالې دي.

هغه وایي، د برښنا د ستونزې د حل په موخه صنعت کاران او مسوولین هڅې کوي خو تر اوسه یې کومه حل لاره نه ده ورته موندلې.

صنعت کاران وایي، که څه هم د برښنا شته ستونزه له ډېر پخوا څخه په کندهار کې پر ځای پاتې ده خو دوی تمه لري چې اوس دغه ستونزې ته دایمي حل لار ولټول شي.

د یوې فابریکې مسوول حیات الله وايي، پخوا دولت ورسره د تېلو مرسته کول او برښنا یې ورته برابرول خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره برېښنا په ټپه درېدلې ده.

دی وايي، صنعت کارانو څخه اکثره فابریکې تړلي چې په تېلو یې نه شي چلولای او له دې سره زرګونه کسان وزګار شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر هم وایي، د صنعت په وړاندې درې لويي ستونزي پرتې دې، کله د برښنا نه شتون، د تېلو لوړه بیه او په بانکونو کې د سوداګرو بندي پيسې.

هغه وایي، اکثره فابریکې بندي شوي او چې پاتي دي هغوی کارکوونکې له شل څخه تر دېرش سلنه پوري کم کړي دي.

دی وایي، له برښنا وروسته بله لویه ستونزه دا هم ده چې سوداګر د خامو موالو لپاره له بانکونو څخه ډيري پيسې نه شي تر لاسه کولای چې دې کار یوازي پر صنعت نه بلکې پر سوداګري هم لوی اغېز کړی.

پر همدې مهال د کندهار د برښنا رییس مولوی محمد حنیف حمزه وایي، اوس مهال برښنا ځکه کمه شوې چې په کجکې بند کې اوبه کمې دي او یوازي یو توربین فعالیت لري.

هغه وایي، اوس مهال له کجکي څخه یوازي شپږ یا اووه میګاواټه برښنا کندهار ته راځي چې دا ډېره کمه ده.

دی وایي، دلته ۳۲ میګاواټه د سولر برښنا هم شته خو دا برښنا د فابریکو لپاره کار نه کوي ځکه فابریکې اوس مهال بې برېښنا دي.

هغه زیاته کړه، دوی د صنعت کارانو سره مجلسونه کړي او د هغوی ستونزه پر ځای بولي چې مرکز ته یې هم رسولي دي.

ده وویل، هڅه کوي چې د کندهار د فابریکو لپاره د برېښنا ستونزه حل کړي که د تیلو یا هم نورو لارو څخه وي ترڅو دتله فابریکې فعالیت زیات کړي.

که څه هم په تېرو کلونو کې د کندهار د برښنا لپاره زیاتي پیسې لګول شوې خو کندهار چې یو لوی ولایت دی لا هم د بريښنا له ستونزې سره مخ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه