اطلاعات روز: د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د دریو ترافیکي پېښو له امله ۵ تنه مړه شوي او ۸ تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، دغه ټرافیکي پېښې تیر مازیګر ناوخته (دوشنبه، د مرغومې ۱۳مه) د کابل-جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې رامنځته شوي دي.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یادې ترافیکي پېښې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د زیات اورښت او د سړکونو د ښویدو له امله رامنځته شوي.
نوموړي زیاته کړه لومړۍ پېښه د مشلې سیمې د استحکام پله سره نژدې شوې چې یو کس پکې مړ او ۸ نور ټپيان دي، دوهمه ترافیکي پېښه د لویې لارې ترازو سره نژدې شوې چې څلورو تنو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی او دریمه پېښه د کابل-جلال اباد د لوې لارې د مشلې په سیمه کې شوې چې یو تن پکې مړ دی.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله زیاته کړه: «د کابل- جلال اباد پر لویه لاره تیر مازیګر ناوخته درې ترافیکي پېښې شوي چې له امله یې ۵ تنه مړ شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي، یادې ترافیکي پېښې د یادې لوې لارې په بیلابیلو برخو کې د ورښتونو له امله د سرکونو د ښویدو له امله رامنځته شوي.»
دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي بلکې پر یاده لویه لاره له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي، چې لامل یې د سرکونو خرابوالی، دموټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول یادوي.
