عباس ستانکزی: د ولس او حکومت ترمنځ واټن ختموو

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په پکتیکا ولایت کې جوړې شوې ولسي غونډې ته په وینا کې بهر ته له تللو افغانانو غوښتنه وکړه، چې له وېرې پرته خپل هیواد ته راستانه او له نوي حکومت سره په ګډه دې خپل کار ته دوام ورکړي. 

د نوموړي په وینا طالبان په ټول هیواد کې د تېر نظام امنیتي او ملکي کارمندانو ته عمومي عفوه اعلان کړې او  هیڅوک دې د وېرې احساس نه کوي، هغه وویل، دوی هڅه کوي، چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن له منځه یوسي. 

هغه وويل: «اوس د طالبانو غېږ د ټولو افغانانو لپاره پرانيستې ده، هغه افغانان چې له وېرې تښتېدلي، غوښتنه مو ترې دا دی، چې بيرته راشي او له مونږ سره په ګډه کار وکړي، مونږ دا هڅه هم کوو، چې د ولس او حکومت ترمنځ ښيې اړيکې جوړې کړو.»

ستانکزي همدا راز پکتیکا د هیواد له مهمو ولایتونو یاد کړ او خلکو ته یې ډاډ ورکړ، چې نوی حکومت به یې د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کوي، د هغه په وینا په تېرو څو کلونو کې څومره چې لازمه وه، د دې ولایت اوسېدونکو ته پام ونه شو. 

 ښاغلی ستانکزی په دې اړه داسې وايي: «پکتيا په هر نظام کې زياته قرباني ورکړې ده او هر نظام چې راغلی، نو څومره چې لازمه وه، هماغسې ورته کار و نه شو، نو مونږ ژمنه کوو، چې دا ځل به ورته ځانګړې پاملرنه کوي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا والي عبدالله مختار وويل، نوي حکومت نه یوازې دا چې په نظامي برخه کې خپلواکي تر لاسه کړه،  تر څنګ یې په سیاسي ډګر کې هم مقابل لوری مات کړی دی. 

 هغه وويل: «اوسني نظام نه يوازې په نظامي برخه کې بريا تر لاسه کړه، بلکې اوس مو په سياسي برخه کې هم رقيبان مات کړي دي او د مشرانو هڅه همدغه ده، چې سياسي برخه کې نور هم په مخ لاړ شو.»

که څه هم په پکتیکا ولایت کې جوړې شوې غونډې ته په ځوړند شوي بینر  باندې د سیاسي کمیسیون او مرکچي پلاوي غړی انس حقاني هم رابلل شوی و، خو په یاده غونډه کې یې شتون نه درلود، د طالبانو مشران په داسې مهال بهر ته له تللو افغانانو د بیرته راتګ غوښتنه کوي، چې اوس مهال د تېر نظام د لوړو څوکیو کارمندان له دندو ګوښه کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه