اطلاعات روز: باختر دولتي خبري اژانس وایي، طالبانو د کابل ښار کې درې انسان تښتوونکي نیولي دي.
دغه اژانس نن (دوشنبه، د مرغومې ۱۳مه) پر ټوېټر لیکلي چې دغو اختطافګرو پرون د کابل ښار څلورمې حوزې اړوندو کې یو تن تښتولی و او له کورنۍ یې د خوشې کېدو بدل کې ۴۰۰ سوه زره ډالر غوښتنه کوله.
د یادې رسنۍ په وینا چې طالبانو د دې تښتوونکو د نورو ونډه والو نیولو هڅې هم پیل کړي دي.
په ورته مهال باختر اژانس په وینا، د کابل ښار یوولسمې امنیتې حوزې طالب مسوولینو ویلي چې تېره شپه یې څلور غله چې له یو تن یې ۱۲ سوه امریکایي ډالر او ۳۵۰۰ افغانۍ وړې وې، نیولي.
د طالب مسوولینو په وینا چې ترلاسه شوې پیسې اصلي مالک ته وسپارل شوې.
انسان تښتونې او غلاوې هغه امنیتي ننګونې دي چې د کابل په ګډون نور ولایتونو کې هم خلک ورسره مخ دي، خو طالبانو ویلي چې د دې ډول پېښو ګراف یې راټیټ کړی دی.
