ارزګان کې د کبانو فارم لرونکي طالبانو ته: د کبانو فارمونه زيات کړئ

اطلاعات روز: په ارزګان کې هغوی چې د کرنې رياست او په خپل شخصي لګښت يې د ماهيانو فارمونه جوړ کړي، وايي اقتصادي وضعيت يې ښه شوی دی او غوښتنه کوي چې د کبانو د ترويج لپاره دې زيات کار وشي.

په مرکز ترينکوټ کې د محمد شفيق په نوم د يو فارم مالک چې له کلونو راهیسې د کبانو په روزنه او پالنه بوخت دی، اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل، کورنی اقتصاد يې ښه شوی دی او دولت باید نورو خلکو ته هم په دې برخه کې د کار زمينه برابره کړي.

نوموړی زياتوي په دغه ولايت کې لا هم دغه ډول فارمونو ته اړتيا زياته ده او د طالبانو حکومت باید په دې برخه کې زيات کار وکړي او لوی فارمونه جوړ کړي.

دوی وايي، دا مهال د کرنې رياست د ګوتو په شمير فارمونه جوړ کړي دي چې د خلکو اړتياوې نه پوره کوي.

هغه وويل: «ما خپله د ماهیانو ساتلو فارم ډېر ښه روزلی دی، دا فارمونه ډېر کوچني دي او د زراعت ریاست له مسؤلینو غواړو چي زموږ لپاره لوی لوی فارمونه جوړ کړي او ترڅنګ دې د ماهیانو ساتلو فارمونه د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم جوړ شي. دا فارمونه زموږ لپاره ډېر ګټور تمام شوي دي او که چیري یاد ریاست په ارزګان کې نور فارمونه جوړ کړې له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د ماهیانو ساتلو فارمونه ډېر شي.»

په ورته وخت کې په ارزګان کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، تر دا مهاله دوی لسګونه کسانو ته د ماهيانو د روزنې او پالنې برخه کې روزنه ورکړې ده او هڅه کوي چې نور کسان هم د کبانو د روزنې په برخه کې وروزي.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو امر قدرت الله حميدي اطلاعات روز ته وويل چې په ارزګان کې بي روزګارو کسانو ته دا مهال د کرنې او مالدارۍ رياست ۴۰ د ماهيانو فارمونه جوړ کړي دي چې په په موټ يې زيات شمير کورنۍ عايد ترلاسه کوي.

نوموړی له خلکو غوښتنه وکړه چې د کبانو د روزنې په برخه کې دې د کرنې او مالدارۍ رياست سره صلاح مشورې وشي.

هغه وايي دوی په دغه ولايت کې شته فارمونه د نمونې او د کبانو د ترويج په هدف جوړ کړي دي او خلکو ته په کار ده چې په شخصي لګښت دغه ډول فارمونه جوړ کړي.

حميدي وويل: «یو شمېر کسانو  ورته ښه پاملرنه کړي، خو یو شمېر نورو بیا هیڅ پاملرنه نه ده کړې، نو د دې په څنګ کې دا خو ترویجي فارمونه دې، زموږ عام خلګ باید د دې فارمونو څخه زدکړه وکړې او په شخصي لګښت هغه تجاران چي د دوی اقتصاد ښه دی خپل ځان ته فارمونه جوړ کړي، ترڅو د ماهیانو د تازه غوښو څخه د ولايت خلک برخمن شي.»

په ورته وخت کې د ارزګان د لوړو زده کړو موسسې د کرنې او مالدارۍ د برخې يو کارپوه ولي احمد وايي د ارزګان يو شمير سیمې د کبانو د روزنې لپاره مناسبې دي چې خلک او د کرنې رياست په ګډه باید په دې برخه کې کار وکړي.

دی وايي: «د ارزګان هم په ترينکوټ کې او هم په يو شمير ولسواليو کې داسې سیمې شته چې د کبانو د روزنې په برخه کې مناسب ځايونه لري په کار ده چې د کرنې رياست او خلک په ګډه پر يو داسې پلان کار وکړي چې کبانو فارمونه زيات شي ځکه دلته د خلکو هيله زياته ده او فارمونه کم دي دغه شته فارمونه د خلکو اړتياوي نه پوره کوي چې له امله يې خلک اړ شي بیا په ازادو اوبو کې غيري قانوني د ماهيانو نیونه کوي.»

په ارزګان کې تر دې مخکي یوې ډلې کب نیوونکو اطلاعات روز ته ویلي ول چې د برښنا، زهري توکو او په نورو غیرقانوني وسیلو د کبانو نیول به د کبانو نسل له منځه یوسي.

هغه وخت د کرنې رياست مسولینو ويلي و چې دوی يې د مخنېوي په برخه کې تراوسه کوم پلان نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه