اطلاعات روز: په تېرو دريو مياشتو کې د طالبانو امنيتي ځواکونو د بېلابېلو عملياتو پر مهال په خوست ولايت کې نيول شوي سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي تر نيول کېدو وروسته سوځولي دي.
د دې ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ مسوولينو پرون (شنبه، ۱۱ د مرغومې) په همدې موخه د جوړو شويو مراسمو پر مهال وويل، چې د خوست ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې څه باندې ۵۴۴ کيلو ګرامه چرس ۱۱۰۰ لیتره الکولي مشروبات او ځينې نور نشه يي مواد شامل و، چې وسوځول شول.
د خوست ولايت د طالبانو امنيه قوماندان مولوی محبوب شاه قانت وويل، چې دوی په تېرو څو مياشتو کې يې د بېلابېلو جرمونو په تړوا ۴۰ کسان هم نيولي دي.
هغه وويل، هڅه کوي، تر څو په خوست ولايت کې د نشه یي توکو په وړاندې پيل شوې مبارزې ته دوام ورکړي.
د نشه يي توکو د خرڅلاو او کارونې په وړاندې په داسې مهال د خوست امنيه قوماندانۍ هڅې پيل کړې، چې اوس مهال په نشه ګڼ روږدي کسان تر درملنې لاندې هم دي.
