سور صليب هلمند کې معلولينو لپاره د يوه روغتيايي مرکز رغولو چارې پیل کړې

اطلاعات روز: د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نړیوال سره صلیب (ICRC) په مالي لګښت د معلولینو لپاره د ځانګړي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.

په دغه روغتیايي مرکز کې به د معلولینو لپاره د بدن مصنوعي غړي جوړېږي او ترڅنګ به یې د هغوی د بېلابېلو ناروغیو درملنه کېږي.

په سوېلي زون کې د نړیوال سره صلیب د اړیکو مسوول ډاکټر عبدالباقي حنفي اطلاعات روز ته وویل، دغه روغتیايي مرکز د لښکرګاه ښار په «شهید غلتان» سیمه کې پر شپږ زره متره مربع ځمکه په ۱۸ میاشتو کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، ودانۍ به په یوه پوړ کې ۱۳ کانګرېټي خونې، د ورزش لپاره یو فلزي سالون، د برېښنا او اوبو بشپړ سیسټم ولري چې د هېواد د داخلي انجنیرانو له خوا ډیزاین شوې او په جوړولو کې به یې وطني ساختماني توکي وکارول شي.

دی وايي، د ودانۍ پر جوړولو ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د همدې ادارې له خوا ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، دغه روغتیايي مرکز به په یوه وخت د ۶۰ معلولو نارینه او ښځینه ناروغانو د بسترولو او ۲۵۰ OPD ناروغانو د درملنې امکانات ولري.

د ده په خبره، په دغه روغتیايي مرکز کې به هغو کسانو ته چې په جګړو او چاودنو کې یې د بدن غړي بایللي وي، مصنوعي غړي جوړېږي او د هغوی د نورو ناروغیو درملنه به کېږي.

په لښکرګاه کې د معلولینو د درملنې یوه کارپوه ډاکټر محمد ولي همت وايي، په دغه ولایت کې له ډېره وخته د معلولینو لپاره دغسې یوه ځانګړي روغتیايي مرکز ته اړتیا وه.

دی وایي، پخوا د هلمند معلولین اړ وو چې د درملنې لپاره کندهار او کابل ته لاړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغسې یوه ځانګړي روغتیايي مرکز جوړول د هلمند د معلولینو لپاره ښه خبر دی، تېرو دوو لسیزو جګړو دلته په سلګونو کسان معیوب کړي چې له سختو اقتصادي ستونزو او فزیکي ناتوانۍ کړېږي، دلته به یې فزیکي او اروايي درملنه کېږي.»

د هلمند معلولین خوښ دي چې په دغه ولایت کې د دوی د درملنې لپاره ځانګړی روغتیايي مرکز جوړېږي.

۴۳ کلن محمد اکبر د هغو معلولینو له ډلې دی چې درې کاله مخکې یې په یوه چاودنه کې خپله پښه لاسه ورکړې ده.

دی وايي د خپلې درملنې پر مهال څو ځلې اړ شوی چې کندهار ته لاړ شي، خو د دغه مرکز په جوړېدو به دا ستونزه حل شي.

د ده د معلوماتو له مخې، په نوي روغتیايي مرکز کې به معلولینو ته د مصنوعي اندامونو جوړولو تر څنګ د دوی د ګڼو ناروغیو لکه د ستون فقرات، فلج، ولادي انحراف یا کوږوالي، د عضلو سوء تغدي او نورو درملنه هم کېږي.

د ياد روغتون لپاره کلونه مخکې ځمکه مشخص شوې وه خو د يو شمير ستونزو له امله يې چارې څنډيدلې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه