کندهار کې يو ښوونکی د غربت او ناروغۍ له امله مړ شوی

اطلاعات روز: د کندهار ظاهر شاهي لېسې يو ښوونکي الله نظر چې د پاخه عمر لرونکی و، د غربت او ناروغۍ له امله يې ساه ورکړې ده.

د کندهار ښار مرکز په ظاهر شاهي ليسه کې يوه سرچينه وايي، الله نظر چې ۴۰ کاله يې په ظاهر شاهي ليسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې، تيره ورځ (چهارشنبه، ۸ د مرغومې) د ساه لنډۍ ناروغۍ له امله په خپل کور کې مړ شوی دی.

دغه سرچينه زياتوي ياد ښوونکي چې له سخت غربت او فقر سره مخ و، د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یوازینی سرپرست و او تر ناروغۍ وروسته يې کورنۍ دومره توان نه درلوده چې هغه تر روغتونه ورسوي.

په ظاهر شاهي ليسه کې دغې سرچينې نن پنجشنبه د مرغومي په مه۹ اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې الله نظر تيره ورځ خاورو ته وسپارل شو او په جنازه کې يې هم کمو کسانو ګډون کړی و.

دی وايي د مړه شوي ښوونکي زامن په نشه‌یي توکو روږدي دي او په کور کې يې اوس يوازې ميرمن پاتې ده.

سرچينې وويل چې د يادې ليسې ټولو ښوونکو د ۱۴۰۰ کال د اسد مياشتې د معاش ترلاسه کولو وروسته د نورو ټولو مياشتو معاشونه پر دولت پاتې دي او نه يې دي ترلاسه کړي.

هغه د نورو ښوونکو پر اقتصادي وضعيت هم سخته انديښنه وښوده او زياته يې کړه چې يو شمیر ښوونکو دندې پرېښي او ګڼ نور ښوونکي هم د فقر او غربت له امله په ډير ستونزمن حالت کې ژوند تيروي.

هغه وویل: «دغه ښوونکی سخت ناروغ و، د درملنې لپاره يې هيڅ نه درلوده څو ورځې په خپل کور کې پروت و، روغتون ته د ورتګ لپاره يې هيڅ نه وه بیل، اخيره مړ شو، جنازه يې تيره ورځ وسول ډير لږ خلک يې په جنازه کې وه د کورنۍ يوازینی سرپرست دغه ښوونکی وه ځکه د دغه ښوونکي نور زامن په نشه‌یي توکو روږدي دي اوس هم د دغه کورنۍ اقتصادي وضعيت زيات خراب دی په کور کې هيڅ نه لري سخته غريبه کورنۍ ده د ټولو ښوونکو دغه حال دی ځکه تراوسه موږ يوازې د اسد مياشتې معاشونه ترلاسه کړي دي.»

اطلاعات روز هڅه وکړه چې د مړه شوي ښوونکي له ميرمنې سره هم وغږېږي خو د پوره پوره هڅو سره بريالي نه شو.

د مړه شوي ښوونکي د يادې موضوع په اړه مو د کندهار د اطلاعات او فرهنک رياست د رییس سره هم د خبرو کولو هڅه کړې خو هغه په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

په کندهار کې داسې مهال د ښوونکي د مړه کيدو لامل فقر او غربت ښودل کيږي چې د خوړو نړیوال سازمان ویلي، چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د فقر له سخت وضعيت سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه