ارزګان کې د طالبانو امنيه قوماندان: د تېر نظام کارکوونکي شخصي دښمنيو له امله وژل کيږي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو امنیه قوماندان وایي، په دې ولایت کې د تېر نظام کارکوونکي د شخصي دښمنیو له امله وژل کېږي.

د ارزګان امنيه قوماندان حاجي عبدالله بشير نن (پنجشنبه، د مرغومي په ۹مه) اطلاعات روز ته وويل، په دغه ولايت کې هغه کسان چې تير نظام کې یې دنده ترسره کړې وي او په دې ورستيو کې وژل شوي دي، لامل يې په تيرو شلو کلونو کې په هېواد کې جګړې او شخصي دښمنۍ دي.

نوموړی وايي ارزګان کې د دوی ټول جنګيالي عمومي عفوې ته ژمن دي او له چا څخه د غچ اخيستلو فکر نه لري.

هغه دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څه موده وړاندې د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ کې د تېر نظام د لیزري قطعې قوماندان حیات‌الله د ناڅرګنده موټرسایکل سپرو وسله‌والو له خوا په ډزو وویشتل او وژل شو.

يوه سرچینه وایي، هغه چې په یوه لاس او یوه پښه معیوب هم و، کلونه یې دهراوود ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه او په رتبه ساتنمن و.

په وینا یې حیات الله دې ولسوالۍ کي د نورو نظامي دندو ترسره کېدو ترڅنګ د ولسوالۍ د لیزري قطعې قوماندان هم پاتې شوی و.

په ورته وخت کې په ارزګان کې خلک بیا دغه ډول وژنو سخته انديښمن کړي دي او طالبان د تير حکومت د خلکو په ساتنه کې پاتې يادوي.

سيدکريم چې د ارزګان اوسيدونکی دی، اطلات روز سره په خبرو کې وويل، داسې معلومات يې ترلاسه کړي دي چې په دغه ولايت کې د تير حکومت يو شمير کسان شکنجه شوي او وژل شوي دي.

نوموړی وايي طالبان دامهال پر ټول هېواد واکمن دي او د ټولو هغو کسانو د ساتنې مسوليت لري چې په تير نظام کې یې دنده ترسره کړې وي او د طالبانو لخوا ورته بخښنه شوې وي.

دی وايي: «تاسو به هم خبر ياست د تير نظام يو شمير خلک په يوه او بل نامه زورول کيږي په ځينو سيمو کې شکنجه شوي هم دي موږ له طالبانو غواړو داچي اوس تاسو اوس د خلکو د امنيت مسوله ياست د ټول خلکو امنيت باید خوندي کړي ياهم اجازه ورکړي چې هغوي د خپلو ځانونو ساتنه خپله وکړي.»

د ارزګان امنيه قومندان وايي هغه کسان چې په تير نظام کې دنده ترسره کړي د دوی لخوا ورته عفوه شوې ده او د ساتنې مسوليت يې هم د دوی په غاړه دی.

هغه ژمنه کوي چې د ټولو هغو خلکو د امنيت خوندي کولو هڅې به وکړي چې تر ګواښ لاندي وي.

ملا بشير وويل چې د تير نظام د وژنو په تور يې يو شمير کسان نېولي هم دي خو په ډاګه يې نه کړل چې تراوسه يې په دغه ډول پيښو کې شکيل څومره کسان نېولي دي.

دی وايي: «د تير نظام کسانو ته عفوه شوې ده د دغه ډول کسانو د وژنې يا شکنجه کولو حقه هيڅوک نه لري موږ ژمن يو چې ددغه دول کسانو ساتنه وکړو موږ پلټنه کوو ترڅو هغه کسان ونيسو چې په دغه ډول وژنو کې لاس لري تراوسه موږ ځيني خلک نيولي هم دي هيڅوک د تير حکومت د خلکو د وژنې حق نه لري.»

د ارزګان ترڅنګ د هېواد له نورو ولايتونو څخه هم دغه ډول راپورونه خپاره شوي چې د تير حکومت کسان په ځانګړي توګه د نظامي کسانو څخه غچ اخيستل کيږي او وژل شوي دي.

تازه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري د پخوانۍ اردو ډګرمن رحمت الله قادري د نیولو او شکنجه کولو ویډیو خپره شوې ده د یادي ویډيو تر خپریدو وروسته د ټولنیزو رسنیو فعالانو د طالبانو دغه عمل سخت غندلی دی او اندیښنه یې ښودلې چې د عمومي بښنې سره سره دغه ډول پېښې ممکن د ورځې زیاتې ترسره کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه