اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۵ میلیون ډالرو په لګښت د چرګانو دانې د تولید فابریکې پرانیستې خبر ورکوي.
د ننګرهار د رسنیو له دفتر څخه نن (چهارشنبه، ۸ د مرغومی) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې فابریکې دویمه څانګه یې تیره ورځ د ننګرهار ولایت د والي محمد داود مزمل او تنظمیه رییس په شتون کې پرانیستل شوه.
خبرپاڼې زیاته کړې د «تل پسرلي» چرګانو دانې په فابریکه کې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ ټنه چرګانو دانې د تولید ظرفیت لري.
د یادولو وړ ده چې د دې فابریکې تولیدي دانې پر ولایتونو سربېره تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادرېږي.
تر دې وړاندې هم په هېواد کې ډېر شمېر فابریکو فعالیت پیل کړی دی.
اقتصادي شنونکي دا ګام د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډېر مهم بولي.
