ګردېز کې يوه فابريکه هره ورځ زرګونه متره برښنايي لين توليدوي

اطلاعات روز: د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د برښنا د لين جوړولو فابريکه جوړه شوې، چې د مسوولينو په خبره يې د ورځې زرګونه متره معياري برېښنايي کېبلونه جوړوي.

په دې فابريکه کې ۱۱ تنو ته په مستقيم او ګڼو نورو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې، چې د پکتيا سربېره د هېواد نورو ولايتونو ته هم خپل توليدات لېږدوي.

د فابريکې کارکوونکي خوښ دي چې په خپله سيمه کې ورته د کار زمينه برابره شوې او له نورو پانګه والو هم ګردېز کې د پانګونې غوښتنه کوي.

د دوی له ډلې ضياالحق وايي، چې شتمن کسان دې له خپلو پيسو په مناسبه ګټه اخيستو فعاليت وکړي، چې په خبره يې هم به ترې خپله ګټه تر لاسه کوي او هم به يې نورو ته ګټه رسيږي.

نوموړي وويل: «زما لس زره افغانۍ معاش دی، چې زموږ د کور ډېرې اړتياوې پرې پوره کيږي. له نورو تجارانو زموږ هيله دا ده چې پکتيا کې سرمايه ګذاري وکړي، چې ځوانانو ته کار برابر شي.»

د فابریکې يو بل کارکوونکی طوطي خان وايي چې په هېواد کې د ډېری ستونزو لامل بې روزګاري ده او که ځوانانو ته کاري زمينې برابرې شي، په خبره يې هم به تاوتريخوالی کم شي او هم به د خلکو اقتصادي ستونزې تر ډېره حل شي.

خان وويل: «دلته موږ ته د کار زمينه برابره شوې ده، بهر ملکونو ته نه پسې ځو، شکر دی چې دلته دا زمينه برابره شوې ده. نور هم بايد دا رقم کارونه زيات شي؛ ځکه افغانان ډېر غريبان خلک دي.»

د فابريکې يو مسوول جلال ګل وايي چې له شاوخوا څلور کلونو راهيسې فعاليت کوي، خو مخکې يې فعاليت ډېر کم و او اوس يې زیات کړی دی.

ګل وويل چې په دې فابريکه يې شاوخوا اووه نيم ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او خام مواد يې له اېران، پاکستان او چين څخه راوړي.

نوموړي زياته کړه چې د ورځې شاوخوا ۱۸ زره متره برېښنايي لينونه توليدوي او له دولت څخه غواړي چې د وطني توليداتو پرمختيا ته زیات پام وکړي او په دې لړ کې ځينې لازم عملي ګامونه واخلي.

جلال وويل: «مخکې به خپله پسې ګرځېدو او لين به مو خرڅاوه، اوس خپله خرڅيږي، خلک هم راځي او فرمايش راکوي. مشکل دا دی چې کله برق وي، کله نه وي، کله په ۲۴ ساعتونو کې ۵ يا ۶ ساعته وي، بايد ۲۴ ساعته برق وي. له دولت څخه غواړو چې صنعتي پارک راته فعال کړي.»

د پکتيا ولايت د پانګونې او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي سره له دې چې په ګردېز کې ګڼو پانګه والو د ميليونونه ډالرو پانګونه کړې، خو لا هم په دې ولايت کې د صنعتي پارک نه فعالېدو سربېره ځينې مهمې ستونزې ندي حل شوې.

عالميار وويل: «د فابريکې رهبري کولی شي چې په دې بخش کې نوره سرمايه ګذاري هم وکړي. لويې ستونزې دلته د ځمکې نشتون، امنيتي ګواښونه دي؛ همدارنګه د قرضې نشتون دی دلته، چې بايد دولت او خصوصي سکتور ورته وکړي او دولت بايد ژر صنعتي پارک فعال کړي.»

اوسمهال ګردېز کې د ميليونونه ډالرو په ارزښت د خوراکي، غير خوراکي او تعميراتي توکو جوړوونکې بېلابېلې فابريکې فعاليت کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه