اطلاعات روز: که څه د لغمان اوسیدونکي په دې ولایت کې د جنایي جرمونو او غلاوو د زیاتیدو په اړه اندیښنې لري، خو د دغه ولایت طالب امنیتي چارواکي بیا وایي، چې لغمان کې د جنایي پېښې ۸۰ سلنه کمې شوې دي.
لغمان کې د طالبانو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي عبدالله دلاور محمدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې یې یوازې ۱۹ جنايي پېښې ثبت کړي چې په تړاو یې ۴۷ کسان نیولي او په دې هڅه کې دي چې د جنايي جرمونو کچه نوره هم راښکته کړي.
مولوي عبدالله دلاور محمدي زیاته کړه: «لغمان کې د جنایي جرمونو پېښې ډیرې کمې شوي زمونږ د مالوماتو له مخې ۸۰ سلنه د جنایي جرمونو پېښې کمې شوي او په همدې تړاو ۴۷ تورن کسان هم نیولي دي او لا په دې هڅه کې یو چې ورانکاري کسان ونیسي.»
په همدې حال کې ولسي خلک بیا وایي، چې لا هم د لغمان په مرکز مهترلام او یو شمیر ولسوالیو کې غلاوې او نورې جنایي پیښې رامنځته کیږي چې ولسي خلک یې اندیښمن کړي دي.
