اطلاعات روز: د ننګرهار د ولایتي چارواکو د پریکړې له مخې په دې ولایت کې له دې وروسته سوداګر، هټيوال او ولسونه مکلف دي چې سوداګريزو معاملاتو او راکړه ورکړه کې يواځې افغاني بانک نوټونه وکاروي.
د ننګرهار د والي ویاند قاري قاضي ملا عادل په یو ویډیوي پيغام کې ویلي، یاده پریکړه د ختيځ زون تنظيمه رئیس او د ننګرهار والي کړې.
نوموړي ټینګار کړی او ویلي یې دي له افغانیو پرته پر نورو اسعارو راکړه ورکړه بنده ده او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند ترسره شي.
قاري قاضي ملا عادل زیاته کړه: «د ختيځ زون تنظيمه رئیس او د ننګرهار والي امر کړی چې له دې وروسته به هیڅوک حق نه لري، چې له افغانیو پرته راکړه ورکړه ترسره کړي، که هر هټیوال او یا سوداګر له شوې پریکړې سرغړونه وکړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.»
ولایتي چارواکو ویلي افغانۍ زمونږ ملي هويت دی او د دې هويت د ارزښت ساتلو په موخه له خلکو د مرستې غوښتنه کړې.
