غزني کې پر پاسپورټ ادارې ګڼه‌ګوڼه او د امکاناتو کمښت؛ ورځ کې ۲۵۰ پاسپورټه وېشل کېږي

اطلاعات روز: غزني کې د طالبانو پاسپورټ ادارې مشر محمد طاهر وایي، پر دې ریاست د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته خو امکانات یې کم دي.

ښاغلي طاهر اطلاعات روز سره په ځانګړو خبرو کې وویل، چې دوی هره ورځ یوازې د دوه سوه پاسپورټونو د اجرا توان لري، خو په وینا یې چې ورځ کې په سلګونه کسان ورځي.

هغه وویل چې له دې شمېر پرته په ورځ کې پنځوس د بېړنیو ناروغانو او هغوی چې وېزې یې له وخته تېرېږي، عریضې یې احکاموي.

د غزني پاسپورټ ادارې رییس وایي، دوی د بایومټریک یوازې دوه دستګاوې لري او نه شي کولی چې ورځ کې له دوه سوو ډېرو ته پاسپورټونه اجرا کړي. خو نوموړی وایي، د پاسپورټ له مرکزي ادارې یې د دوو نورو بایومټریک دستګاوو غوښتنه کړې او د ورکړې ډاډ یې ترلاسه کړی دی.

هغه وویل: « موږ د دستګاوو غوښتنه کړې. چې دوې دستګاوې د بایومټریک موږ ته رااضافه شي او د پاسپورټ عمومي ریاست ډاډ راکړی چې له بهرنیانو سره یې خبرې کړي او چې راغلې نو موږ ته یې رالېږي. موږ هغه امکاناتو ته ګورو، کله چې امکانات برابر شول موږ بیا هرڅومره عریضې چې وې اخلو یې احکام کوو به یې.»

ښاغلي محمد طاهر وویل د نظم رامنځته کېدو او د بیروبار ختمېدو لپاره یې مرکز او ولسوالیو ته مهالوېش برابر کړی، خو وایي، خلک یې نه مراعتوي.

نوموړي وویل: «موږ پرېکړه وکړه چې مهالوېش ته بدلون ورکړو، مخکې دوې، درې، څلور ولسوالۍ یوځای راتلې خو اوس هرې ولسوالۍ ته خپله ورځ ټاکل شوې ده او مرکز ته دوه ورځې او ځینې کم نفوسه ولسوالۍ مو دوې دوې ملګرې کړې. زموږ ترتیب همداسې ده او نور هم کار روان دی چې نظم رامنځته کړو. خو خلک په  زاړه فکر راځي، د تقسیم اوقات مراعت نه ساتي.»

نوموړي په دې اداره کې فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې خبره کوي. ښاغلي طاهر وویل چې ورځ کې له پنځو تر لسو کمېشنکاران چې ښځې هم په کې دي، نیسي.

هغه وویل: «له خلکو مو غوښتي چې که له تاسو یې پیسې اخیستي وي باید موږ ته یې راوښیي څو قانوني چلند ورسره وکړو.»

غزني کې د طالبانو پاسپورټ ادارې مشر دغه راز وویل چې پخواني کارکوونکي چې په فساد ککړ نه وي، هم شته، خو نوي کارکوونکي یې هم نیولي او نیسې یې.

هغه خپلو خبرو کې وویل، د دې لپاره چې پر پاسپورټ ریاست ګڼه ګوڼه زیاته ده، مرکزي حکومت باید د غزني پاسپورټ ریاست چې کوچنی دی باید یو بل نوی تعمیر ورته جوړ او امکانات یې زیات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه