اطلاعات روز: د ننګرهار جلال اباد ښار کې د سراج العمارت تاریخي بڼ تخریب شوي ځایونه د یو ادبي بهیر په مالي مرسته او د ښاروالۍ په همکارۍ رغول کیږي.
د «هداد» په نامه د ادبي بهیر مشر وقارالله زیار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د سراج العمارت تاریخي بڼ ځینې برخې چې د مختلفو لاملونو له امله تخریب شوي، دوی یې د بیا ترمیم لپاره لاس په کار شوي دي.
د نوموړي په خبره د یاد بڼ د تخریب شویو ځایونو د بیا ترمیم لپاره یې دوه میلیونه افغانۍ ځانګړي کړي، چې د د جلال اباد ښاروالۍ سره به په همغږۍ رغول کیږي.
د هداد ادبي بهیر مشر وقار الله زیاته کړه:«د هداد ادبي بهیر د جلااباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د سراج العمارت بڼ د تخریب شویو ځایونو د بیارغونې لپاره دوه میلیونه افغانۍ ځانګړي کړي، چې په دې سره به د یاد بڼ تخریب شوي ځایونه رغول کیږي او مونږ لا هڅه کې یو، چې دې برخه کې نور کار وکړو.»
په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د یاد بڼ تخریب شوي سړکونه، ویالې او د برښنا ترمیم چارې به نیږدې یوه میاشت وخت ونیسي چې دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او سل کسانو ته به په کې د کار کولو زمینه برابره شي.
بختي جان مراد زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د سراج العمارت بڼ ځینې برخې چې تخریب شوې وې، لکه سړکونه، ویالې او د برښنا مزې او نور ځایونه نو دا به بیا رغول کیږي، د هداد په نامه د یوې ادبي بهیر په مالي مرسته او په دې سره به سل بې روزګاره کسانو ته کار هم پیدا شي.»
په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال امان الله عادل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی دې ولایت کې د تاریخي ابداتو د بیا رغونې لپاره پر یو منظم پلان کار کوي، چې په پلي کیدو سره به تاریخي ځایونه بیرته په پخوانۍ بڼه ورغول شي.
امان الله عادل زیاتوي:ر«د سراج العمارت بڼ تخریب شوي ځایونه چې بیرته رغول کیږي دا یو نیک کار دی او مونږ د دا شان کړنو ستاینه کوو او همدارنګه د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یو پلان کار پیل کړی چې له مخې به یې دې ولایت کې تاریخي ځایونه بیا رغول کیږي او په دې برخه کې پر یو پلان کار پیل شوی، نو تمه لرو چې ددې پلان په پلي کیدو سره به تاریخي ځایونه ورغول شي.»
ننګرهار کې د تاریخي ابداتو د ساتنې دا هڅې په داسې مهال کېږي چې د خلکو په باور ډېری تاریخي ځایونه او اثار د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
د سراج العمارت ودانۍ د پخواني پاچا امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه، خو تیرو جګړو کې د دغې ودانۍ ۳۰ سلنه برخې له منځه تللې وې، د دغې ودانۍ د بيارغونې چارې د ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه په ۵۶ ميليونه افغانيو پيل شوې، چې د ۱۴۰۰ کال په لومړيو کې يې چارې بشپړې شوې.
