کندهار کې د غنمو حاصلات د مسلکي کښت له امله ۵۰ سلنه ډېر شوي

اطلاعات روز: په کندهار کې یو شمېر کروندګرو د دودیزې هغې پر ځای په مسلکي بڼه غنم کرلي چې تر پخوا یې حاصلات ۵۰ سلنه ډېر شوي دي.

د دغو کرندګرو له ډلې یو هم انجنیر مسعود شاه احمدي دی چې وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په ډنډ ولسوالۍ کې د غنمو مسلکي کرنه پیل کړې او تر پخوا یې دوه برابره ډېر حاصلات اخیستي دي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل، په دغه ولایت کې ډېری کروندګر غنم په دودیزه او عنعنوي بڼه کري چې لګښت یې ډېر خو حاصلات یې کم دي.

دی زیاتوي، په همدغه بنسټ یې هوډ وکړ چې د غنمو مسلکي کر پیل کړي او نورو کروندګرو ته یې هم ور زده کړي.

نوموړی وايي، لومړی یې ځمکه هواره کړه، بیا یې د غنمو تخم په یو ډول درملو ووهل او وروسته یې وشینده څو له امراضو خوندي پاتې شي.

د احمدي په خبره، کله چې په یوه جریب ځمکه کې په مسلکي توګه پنځه یا شپږ منه غنم وکرل شي نو تر یو خروار «سل منه»  ډېر حاصل ورکوي او ان ځيني وخت دوه خرواره ته هم رسېږي خو که په غیر مسلکي بڼه وکرل شي، نو له شل منه ډېر حاصل نه ورکوي.

دی وايي، یو شمېر کروندګر کرل شوو غنمو ته ډېرې اوبه ورکوي او یا بېلابېل کيمیاوي کوډونه په کې پاشي چې له دې سره حاصلات نه ډېرېږي، بلکې یوازې د کروندګر لګښت ورسره زیاتېږي.

د ده په اند، دا هر څه باید وسنجول شي تخم، کيمیاوي کوډ او اوبه باید ټول په خپله اندازه ځمکې ته ورکول شي څو ښه حاصلات ورکړي.

په ډنډ ولسولۍ کې د غنمو د یوې کروندې څښتن انجنیر رفیع الله ارین وايي، دا چې کرنه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده نو دوی له تېر کال راهیسې په دې برخه کې فعالیت زیات کړی او تمه لري چې ټول کروندګر او بزګران مسلکي کرنې ته مخه کړي څو لګښتونه یې کم او حاصلات یې ډېر شي.

هغه وايي، د هغو کسانو په مشورو او لارښوونو یې دغه کار پيل کړ چې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې يې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي.

دی وایي، تېر کال يې پر شاوخوا ۱۲۰ جریبه ځمکه په مسلکي توګه غنم وکرل چې ۹۵ خرواره غنم يې ورڅخه تر لاسه کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه