عباس ستانکزی: چاته اجازه نه ورکوو، چې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، طالبان به چاته اجازه ورنه کړي، تر څو په هیواد کې یو ځل بیا په یو او بل نوم کورنۍ جګړې ته لمن ووهي.

نوموړي دغه څرګندونې په لوګر ولایت کې د جدي شپږمه چې په هیواد کې د شوروي اتحاد د ځواکونو له ماتې سره برابره ده، د دې ورځې د نمانځنې په موخه جوړې شوې غونډې ته کړي او ویلي دي، چې د هیواد جوړونې لپاره نوی حکومت هڅه کوي، هغه اختلافات له منځه یوسي، کوم چې اوس مهال د شخصي موخو لپاره ورته لمن وهل کیږي.

ستانکزي زیاته کړه، چې په تېر کې مجاهدینو له شوروي ځواکونو سره له اوږدې جګړې وروسته هغوی ته ماتې ورکړه، خو د قدرت طلبۍ او شخصي ګټو لپاره یې ونه شوای کولی، چې په هیواد کې اسلامي نظام حاکم کړي.

نوموړي وویل: «له شورویانو سره مو پخه جګړه وکړه، هغوی مو مات کړل، خو همدا خپلمنځي اختلافات او مجاهدالدینو شخصي ګټې په نظر کې وینولې، چې وروسته هم کورنۍ جګړه پیل شوه او هم له زیاتې قربانۍ وروسته اسلامي نظام او عدالت حاکم نه شو، نو اوس به لومړی هڅه کیږي، چې اختلافات ختم کړو او بیا به د هیواد ابادۍ لپاره کار کوو.»

په همدې حال کې بیا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني په نظامي طالبانو غږ وکړ، چې د تېر نظام له امنیتي او ملکي اشخاصو سره نرم چلند وکړي، هغه وویل، که په دې برخه کې له خلکو سره ناسم چلند او بې عدالتۍ رامنځته شي، د قوي نظام رامنځته کېدل ناشونې دي.

ښاغلی حقاني وايي: «په زور نظام په مخ نه وړل کیږي، که د تېر نظام هر دولتي کارمند وي، هغه اوس زمونږ رعیت دی، مجاهدالدین باید ورسره ښه اخلاق وکړي، ځکه که مونږ د خلکو زړونه خپل نه کړو، نو نشو کولی، چې یو قوي نظام جوړ او په مخ یوسو.»

د طالبانو مشران په داسې مهال د شته سیاسي اختلافاتو په له منځه وړلو ټینګار کوي، چې لاهم د دوی حکومت کوم هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د نړیوالو هیوادونو غوښتنه هم د یو ټول شموله حکومت جوړېدل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه