اطلاعات روز: یوه ځایي سرچینه وایي، کندهار کې یو کس د ماسپښین لمانځه پر مهال د اهل تشیع یو جومات کې ملا امام او درې نور لمونځ کوونکي په چاقو ټپيان کړي دي.
پېښه پرون (یکشنبه، ۵ د مرغومې) د کندهار ښار په اوله حوزه کې د اهل تشیع د «امام علي» په جومات کي شوې ده.
سرچینې اطلاعات روز ته وویل، برید کوونکي لومړی د جومات امام په چاقو وهلی او وروسته یې درې نور لمونځ کوونکي هم د چاقو په واسطه زخمیان کړي دي.
برید کوونکی د طالب ساتونکو له لوري نیول سوی او تر پلټنو لاندې دی.
زخمیان دا مهال په میرویس روغتون کي تر تداوۍ لاندې دي او ډاکټران یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ بولي.
د کندهار امنیه قومندانۍ چارواکو دغه پیښه تایید کړې ده او په خبره یې چې د پیښي بشپړ جزیات به له رسنیو سره شریک کړي.
