اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې طالبانو په یو لړ عملیاتو کې درې تنه چې د دوی په وینا انسان تښتوونکي ول، وژلي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د ملي امنیت رییس ډاکتر بشیر نن (سهشنبه، ۳۰ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه یې د جلال اباد ښار «قصبې» سیمه کې د هغه انسان تښتوونکو پر کور عملیات ترسره کړي، چې څه موده وړاندې یې له جلال اباد ښار څخه یو زرګر اختطاف کړی و.
د ښاغلي بشیر په خبره په یادو عملیاتو کې ۳ انسان تښتوونکي له دوی سره د مقاومت پر مهال وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.
د طالبانو د ملي امینت رییس همداراز زیاتوي، چې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال یې څلور میله وسلې هم د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ډاکتر بشیر زیاتوي: «تیره شپه طالب ځواکونو د جلال اباد ښار قصبې سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۳ انسان تښتوونکي وژلي او دوه نور ژوندي ونیول شول یادو کسانو څه موده وړاندې یو زرګر هم تښتولی و.»
خو ځایي سرچینې وایي، وژل شوي کسان د داعش ډلې غړي وو.
چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د خپلو لاسته راړونو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.
