کندهار کې د طالبانو والي: دا نظام د لوستو ځوانانو په مټ پرمختګ کولی شي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو والي وایي، دا نظام لوستو ځوانانو ته اړتیا لري او د دوی په مټ پرمختګ کولی شي.

کندهار  کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا تیره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د لېندۍ) د یو شمیر لوستو ځوانانو او ملالۍ پوهنتون رییس سره په لیدنه کې وویل، چې دا نظام لوستو ځوانانو ته زیاته اړتیا لري او ځوانان دي له هېواده بهر نه ځي.

هغه وایي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره ځوانان د مسلک ترڅنګ په اسلامي، افغاني، عقیدوي او مذهبي ارزښتونو باید پوه وي.

ښاغلي وفا وویل، یوه ټولنه د لوستو کسانو په مټ پرمختګ کولای سي، چي په همدې موخه دا نظام د خپل هیواد په اسلامي، افغاني، عقیدوي او مذهبي ارزښتونو سمبال لوستو ځوانانو ته ځانګړې اړتیا لري او راتلونکي ته یې پاملرنه کوي.

ښاغلي وفا د ملالۍ لوړو زده‌کړو موسسې رئیس پوهنیار عبدالمالک نیازي، د دې موسسې د پوهنځیو رئیسانو او اُستادانو ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو مشرتابه د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې په خبره یې ډېر ژر به یې ستونزې حل کړي.

همداراز کندهار والي د خپلو خبرو په وروستیو کي پر ټولو لوستو ځوانانو غږ وکړ، چې په هیواد دننه پاتې شي، ترڅو د دې نظام او ټولنې د پرمختګ لپاره طالبانو سره په ګډه کار وکړي.

د ملالۍ لوړو زده‌کړو موسسې رییس پوهنیار عبدالمالک نیازي وویل، اوس اړتیا دا ده، ترڅو ټول د دې نظام د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي او له خپله اړخه یې کندهار والي ته ډاډ ورکړی چې د دې نظام ترڅنګ ولاړ دي او په هر ډول برخو کي به له ولایتي ادارې سره همکاري کوي.

د طالبانو په لاس د حکومت واګي ترلاسه کولو سره لا هم دولتي پوهنتونونه تړلي دي او معلومه نه ده چې کله د محصلانو پر مخ د پوهنتونو دروازي خلاصیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه